د روغتيا نړيوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګيبريسوس د جنورۍ په ۱۸مه نېټه وويل چې کرونا وبا تر اوسه د يو کال لپاره دوام لري. د روغتيا نړيوال سازمان ټول غړي هېوادونه او دغه سازمان بايد له دې وبا څخه درې درسونه زده کړي ،يعنې د وبا ضد غبرګون او اقدامات ، د انسانانو ، حيواناتو او ځمکنۍ کرې ترمنځ اړيکې او د روغتيا نړيوال سازمان جوړولو پياوړتيا.
تدروس ادهانوم ګيبريسوس په همدې ورځ د روغتيا نړيوال سازمان د اجرائيوي کميټې په ناسته کې په خپله وينا کې وويل چې دا درې درسونه په هرچا پلي کېږي او په راتلونکي کې د زده کړې ، اصلاحاتو ، نوښت او ودې لپاره اړين دي.
(ليلا)