مونږ هېڅکله بيا نه غواړو چې د امريکا د بهرنيو چارو بدترين وزير وګورو
cri2021-01-20 17:28:14
شريکول:

د امريکا د واک د سپارلو وخت رارسيدلی،خو مايک پومپيو لاهم د شخړو او جنجالونو د رامنځته کولو له هڅو لاس نه دی اخيستی. د ځينو امريکايي خبري رسنيو د شنونکو په اند هغه غواړي چې د دغو هڅو له لارې د امريکا د نوې دورې حکومت کنترول کړي.

په حقيقت کې د پومپيو د دغو کړنو لامل دا دی چې په سياسي چارو کې مناسبه لاره ترې ورکه شوې ده. په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د ملي کانګرس په ودانۍ کې د زور زياتي پېښې د دې هېواد اوسني ولسمشر ټرمپ ته زيان رسولی دی. تر هغه وروسته که څه هم نوموړي غوښتي دي چې له ټرمپ سره جلا شي، خو د ده لپاره دا ډېره  ناوخته ده.

د واشينګټن پوست ورځپاڼې د خبر له مخې پومپيو د نوې دورې امريکايي حکومت پر وړاندې د خنډونو اچولو ترڅنګ د ۲۰۲۴ کال لپاره د دې هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګډون لپاره سياسي ميراث راغونډ کړی دی. د پومپيو په کړنو کې د واشينګټن رياکارانه څيره لا ښکاره شوې ده.

د خدای پامان ، د امريکا د بهرنيو چارو بدترين وزيره!