چين تېر کال کابو زر ميليارډه يوانه بهرنۍ پانګه راجلب کړې
CRI2021-01-21 15:44:56
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په شلمه نېټه خبر ورکړ، چې که څه هم تېر کال کرونا وبا د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې کړي او په ګرده نړۍ کې هم د نړيوالو پانګونو اندازه ډېره کمه شوې، خو بيا هم په چين کې د استعمال شويو بهرنيو پانګو زياتوالی رامنځته شوی او دا کار د نړيوالې پانګونې د ثبات د ساتلو لپاره ګټور بلل کيږي.

د شمېرنې له مخې، تېر کال د غېر پولي چارو په برخه کې د ۹۹۹ ميليارډه او ۹۸۰ ميليونو يوانو په اندازه بهرنۍ پانګې کارول شوي، چې دا رقم د وړم کال په پرتله شپږ اعشاريه دوه سلنه زيات شوی او نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ پانګې ادارې مشر زونګ چانګ چينګ په همدې ورځ د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې په چين کې د بهرنيو پانګو د کارولو جوړښت ډېر ښه شوی دی او د بهرنيو پانګو د سرچينو ثبات ساتل شوی دی.

(( د چين په خدمتي چارو کې تېر کال د ۷۷۶ مليارډه او ۷۷۰ ميليونه يوانو په اندازه بهرنۍ پانګې کارول شوي، چې د زياتوالي انډول يې د وړم کال په پرتله ديارلس اعشاريه دوه سلنه و. د چين د پياوړې تکنالوژۍ په صنعت کې د راجلب شويو بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول يوولس اعشاريه څلور سلنه او د پياوړې تکنالوژۍ د خدمتي چارو په برخه کې د بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول اته ويشت اعشاريه پنځه سلنه و. په چين کې د هالنډ ،بريتانيا او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې د پانګونو د زياتوالي انډول په جلا جلا توګه اوه څلوېښت اعشاريه شپږ سلنه، دېرش اعشاريه اوه سلنه او صفر اعشاريه اوه سلنه و. ))

په داسې حال کې، چې تېر کال نړيوال اقتصاد د کرونا وبا له امله سخت زيانمن شوی، چين د هېواد په دننه کې د بهرنيو پانګونو زياتوالی ساتلی دی. زونګ چانګ چينګ وويل، چې چين تر نورو هېوادونو دمخه دغه وبا کنترول کړه او کارونه او توليدي چارې يې بيا پيل کړې او دغه ګام يې د ملي اقتصاد د مثبت زياتوالي د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی دی. د نوموړي په خبره، چين د بهرنيو پانګو د ثبات ساتلو لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي دي.

(( چين له تېرو اوو کلونو راهيسې شپږ ځله د بهرنيو سوداګرو پر پانګونو د بنديزونو لېست اصلاح کړی، بنديزونه يې ډېر کم کړي، او له تېرو مسلسلو دوو کلونو راهيسې يې د بهرنيو سوداګرو د پانګونو د هڅولو صنعتي لېست اصلاح کړی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت د تازه پلټنې له مخې، په دغه هېواد کې تېر کال نژدې شپيته سلنه تصديو د عايداتو او ګټو ثبات او يا زياتوالی تر لاسه کړی او نژدې پنځه نوي سلنه تصدۍ د راتلونکي په اړه خوشبينه رويه لري. ))

د چين د سوداګرۍ وزارت د کرونا وبا په موده کې د وقايي توکو، د ګمرکي چارو او د توليدي چارو د بيا پيل په اړه د ستونزو د ليرې کولو په برخه کې د بهرنيو پانګو له تصديو سره مرستې کړې دي او د دې ترڅنګ يې په ځينو مهمو ولايتونو کې د خدمتونو د تامينولو ميکانيزم جوړ کړی دی. ښاغلي زونګ چانګ چينګ وويل، چې د ExxonMobil،Daimler AG،BMW،Toyota او LG په شمول لويو نړيوالو تصديو په چين کې خپلې پانګې زياتې کړې دي.

د پام وړ خبر دا دی، چې چين تېر کال په بېجينګ، هو نان او ان هوی کې د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمې جوړې کړي، د جه جيانګ ولايت د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سيمه يې پراخه کړې او د های نان د ازاد سوداګريز بندر د ابادۍ عمومي پلان يې خپور کړی دی. د کلنۍ شمېرنې له مخې، د چين د ازادې سوداګرۍ په ۲۱ ازمويښتي سيمو کې د راجلب شويو بهرنيو پانګو اندازه په دغه هېواد کې د بهرنې پانګونې په عمومي اندازه کې اوولس اعشاريه نهه سلنه نيولې ده.

په چين کې د بهرنيو پانګو لرونکو شرکتونو شمېر د تصديو په عمومي شمېر کې دوه سلنه برخه نيولې چې د دغه هېواد په ښارونو او علاقه داريو کې يو په لسمه کاري دندې، يو په شپږمه ملي ماليات او دوه په پنځمه وارداتي او صادراتي اندازه د دغو بهرنيو تصديو له خوا برابره شوې ده. زونګ چانګ چينګ وويل، چې بهرنيو تصديو د چين د اقتصاد، ساينس او تکنالوژۍ او عمومي توان د پياوړتيا او د خلکو ژوند د ښه والي په برخو کې ګټور او نه بدلېدونکی رول لوبولی دی. چين به په روان کال کې د لوړې کچې ورخلاصون نور هم پياوړی کړي.