امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د ګوښه کېدو پرېکړه لغوه کړه
cri2021-01-22 15:00:34
شريکول:

د ساري ناروغيو امريکايي ډاکتر انتوني فوچي د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د دغه هېواد د نوي ولسمشر جوسيف بايدن د طبی سلاکار په حيث د امريکايي پلاوي په استازيتوب د روغتيا نړيوال سازمان د ۱۴۸ اجرائيوي کميټې په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او پکې يې وويل، امريکا به په پر له پسې ډول د روغتيا نړيوال سازمان غړی هېواد وي او په څو اړخيز ډول به د کرونا وبا ضد مبارزه کې ګډون وکړي.

نوموړي وويل، ولسمشر بايدن د يو فرمان په لاسليکولو سره د روغتيا له نړيوال سازمان څخه د وتلو په باب د پخواني حکومت پرېکړه لغوه کړه، دغه فرمان د م م سرمنشي او د دې سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ته استول شوی دی. برسيره پر دې، امريکا به دې سازمان ته د ليږل شويو کارکوونکو شمېر د کمولو کار ختم کړي او د خپلو حکومتي چارواکو او دې سازمان تر منځ اړيکې بيا پيل کړي. امريکا به دې سازمان ته فيس ورکړي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه چې امريکا به په ډول ډول برخو کې روغتيا له نړيوال سازمان سره تخنيکي همکارۍ پياوړې کړي، د کرونا وبا ضد واکسين د خپرېدو په پلان کې به ګډون وکړي او د کرونا وبا ضد وسايلو د برابرولو د چټکتيا له پلان څخه به ملاتړ وکړي، څو د دې ناروغۍ د تشخيص، تداوي او د واکسين د برابر ويش او ازموينې هڅونه وکړي. (شکريه)