د چين په شينجيانګ کې اجباري کار شتون نه لري
cri2021-01-22 14:49:26
شريکول:

د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د مطبوعاتي دفتر مرستيال مشر شو ګوی شيانګ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د دې سيمې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير مايک پومپيو د بې اساسه خبرو په باب وويل، پومپيو پر چين بې اساسه تور لګولی چې په شينجيانګ کې پر خلکو اجباري کارونه کېږي، دا بېخي دروغ دي. حقيقت دا دی چې امريکا د کارګرو پر بشري حقوقو، په تېره بيا د لږکيو پر بشري حقوقو سخت تېری کړی، په امريکا کې د کار واقعي مجبورول موجود دي.

شو ګوی شيانګ وويل، د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو کارګران د خپلو هيلو سره سم دندې انتخاب کړې او د کار ځای د انتخابولو ازادي لري. د دوی د عايداتو، رخصتۍ، امنيت، روغتيا او ټولنيز ضمانت د قوانينو سره سم ساتل شوي دي. په شينجيانګ او د چين په نورو سيمو کې، د خلکو مذهبي عقيدې، قومي کولتورونه، ژبې او بيان آزادۍ ته درناوی کېږي، هېڅ ډول " اجبار " شتون نه لري. پومپيو په دې برخه کې پر چين بې اساسه تور لګولی، هغه يو دروغجن دی. (شکريه)