په نړۍ کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۵ ميليونو ۶۱۲ زرو ۸۳۱ تنو ته رسېدلی
cri2021-01-22 10:13:20
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۲۱مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې په نړۍ کې پر کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۹۵ ميليونو۶۱۲ زرو ۸۳۱ تنو ته رسېدلی دی.

ياده شمېره ښيي چې د منځنۍ اروپا په وخت د جنورۍ د ۲۱مې نېټې د شپې تر ۵ بجو۲۹ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې ۶۱۰ زره ۴۱۳ تنه په کورونا ويروس تازه اخته شول او عمومي شمېر يې ۹۵ ميليونو ۶۱۲ زرو ۸۳۱ تنو ته رسېدلی. په همدغه ورځ د دغه ويروس له امله ۱۴ زره ۵۶۹ تنه مړه شول او عمومي شمېر يې ۲ ميليونو ۶۶ زرو ۱۷۶تنو ته رسېدلی دی.

(ليلا)