امريکا او چين د خپلمنځي اړيکو د عادي کېدو لپاره بايد پر يو لوري روان شي
cri2021-01-22 15:11:48
شريکول:

د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن د جنورۍ په ۲۰مه نېټه لوړه وکړه. د عامو افکارو په اند، د امريکا د نوي ولسمشر په راتګ سره به د دې هېواد کورنۍ او بهرنۍ تګلارې  تنظيمې شي چې په دې کې د چين په اړه د امريکا د نوي حکومت نوې رويه ډېره د پاملرنې وړ ده.

د چين او امريکا ترمنځ اړيکې له تېرو ۴ کلونو راهيسې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، بنسټيز لامل يې دا دی چې د امريکا ځينو سياستوالو چين تر ټولو لوی ګواښ بللی دی، د چين پر سياسي نظام يې تورونه لګولي، د چين د تصديو پرمختګ د مخنيوي لپاره يې يو لړ ناوړه اقدامات غوره کړي او د چين په ځينو موضوعاتو کې يې لاسوهنې کړي او ان څو ځلې يې له سرو کرښو هم پېښې اړولې دي او د دوی دغو کړنو د دواړو هېوادونو متقابل ستراتيژيک باور زيانمن کړی او د نړۍ سولې او ثبات ته يې زيانونه رسولي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په نومبر مياشت کې د امريکا د نوي ولسمشر په توګه د جوبايډن د ټاکل کېدو په مناسبت هغه ته د مبارکۍ پيغام وليږه او هيله يې پکې ښودلې چې دواړه خواوې د متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځي همکارۍ له لارې د اړيکو ټينګښت وهڅوي.

ويل کېږي چې د امريکا د نوې دورې حکومت د چين درناوی کوي او له سرو کرښو څخه  د پېښې اړول نه غواړي او همدا د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو بنسټ دی. په اوسني حالت کې دواړه خواوې د تماس نيولو مناسبه لاره ګوري او اړونده فعاله نښه څرګندوي چې دا د خپلمنځي اړيکو د ښه والي لپاره ګټور تدبيرونه دي. د سينګاپور لومړي وزير لي سين لونګ پر دې اند دی چې د جوبايډن په مشرۍ د امريکا حکومت بايد له چين سره د تماس نيولو اغېزمن ميکانيزم جوړ کړي، څو چې خپلمنځي توپيرونه يې کم او ګډې ګټې يې پراخې شي.

تاريخي تجربو دا ښودلې، که څه هم چين او امريکا د ټولنيز نظام، د پرمختګ مرحلې او کلتوري عادتونو په برخو کې ډېر توپيرونه لري، خو ګډې ګټې يې تر اختلافاتو زياتې دي، نو همکاري د دواړو خواوو يوازينی سم انتخاب دی. دا واقعيت دی چې چين او امريکا د کورونا وبا د وقايې او مخنيوي، د اقتصاد د عادي کېدو او د اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخو کې د همکارۍ ستره فضا لري او همدغه د دواړو خواوو تر منځ د اعتماد او باور د بيا ټينګښت لپاره اغېزمن ګامونه دي.

جوبايډن تر لوړې وروسته د کورونا وبا د وقايې او مخنيوي په برخه کې د روغتيا نړيوال سازمان ته د امريکا د بېرته ګرځېدو په شمول يو لړ وقايوي تدبيرونه اعلان کړل. چين د يو داسې هېواد په توګه چې لومړی يې ياده وبا کنټرول کړې، غواړي له امريکا سره اغېزمن مالومات او تجربې شريکې کړي او هيله لري چې امريکا خپله دنده پر غاړه واخلي او د يادې وبا ضد نړيواله مبارزه کې همکارۍ پياوړې کړي.

چين له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال وروسته به په خپل هېواد کې د کاربن ډای اکسايد د ايستلو اندازه ګام په ګام کمه کړي او تر ۲۰۶۰ کال پورې به کاربن خنثی عملي کړي. اوس د امريکا نوي ولسمشر بايډن د پاريس له تړون سره د امريکا د يو ځای کېدو فرمان صادر کړی، دغه راز د اقليمي بدلون په شمول له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په اړه د چين او امريکا ترمنځ د همکارۍ لپاره يې فرصت برابر کړی دی.

واقعيتونه دا ښيي چې که چين او امريکا پر يو لوري روان شي او ښې همکارۍ وکړي، نو نړۍ ته به ډېرې ګټې ورسول شي. که يو له بل سره مقابله وکړي، نو نړيوالو ته به هرومرو زيانونه ورسول شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ زيانمن شوې اړيکې بايد اوس عادي لارې ته وګرځي، ځکه دواړو هېوادونو ته پر يو لوري روانېدل ډېر مهم دي. د چين په اړه د امريکا د نوې دورې حکومت تګلارې بايد د لږ شمېر سياستوالو په ولکه کې پاتې نشي او د پخوانۍ دورې حکومت ميراثي ګواښونه بايد پاک کړي. چين د امريکا له نوي حکومت سره د اړيکو داسې جوړونې ته سترګې په لار دی چې نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره، بلکې د ګردې نړۍ لپاره هم ګټورې وي.