چين به په پر له پسې ډول د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره له امريکا سره د اړتياوړ مرستې وکړي
cri2021-01-22 11:13:02
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځله دې ته اشاره کړي، چې وحدت له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره تر ټولو غښتلې وسله ده. چين به په پر له پسې ډول د امريکا په ګډون ټولو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او په پر له پسې ډول به د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره له امريکا سره د اړتياوړ مرستې وکړي.

د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې، چين په خپل هېواد کې د دې وبا د وقايې او کنټرول په عين وخت کې د نوي چين په تاريخ کې بې ساري لوی بشري اقدامات تر سره کړي، له نړيوالې ټولنې سره يو ځای يې د دې وبا د مخنيوي لپاره همکارۍ کړې او تر وسې پورې يې امريکايانو ته د کرونا وبا ضد مرستې او مالونه برابر کړي. د چين د اړوندو ادارو د لومړي اټکل سره سم، د تېر کال د مارچ له لومړۍ نېټې د روان کال د جنورۍ تر ۱۰مې نېټې پورې، چين په عمده توګه امريکا ته تر ۴۲ ميليارډو ډېر ماسکونه، تر ۹۰۰ ميليونو ډېر دستکش، ۷۸۰ ميليونه محافظتي جامې، ۵۰ ميليونه ۶ لکه او ۶۰ زره محافظتي عينکې، ۱۵ زره او ۹۰۵ د تنفس ماشينونه برابر کړي. برسيره پر دې، د چين د اړوندو ولايتونو او ښارونو دوستانه ټولنو، سازمانونو او شرکتونو هم امريکا ته ګڼ شمېر طبي مالونه برابر کړي وو. (شکريه)