د امريکا سپينې ماڼۍ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې دغه هېواد غواړي د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوی تړون د ۵ کلونو لپاره تمديد کړي.
د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکرټرې جن پساکي د همدې ورځې تر غرمې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل چې د امريکا ولسمشر جو بايډن تل په دې باور دی چې د ستراتيژيکو وسلو د کمولو نوی تړون د امريکا د امنيت په ګټه دی. د امريکا او روسيې تر منځ په اوسنيو جنجالي اړيکو کې ددې تړون اوږدولو اهميت ډېر مهم دی.
پساکي وويل چې ياد تړون اوس مهال د روسيې د اټومي ځواک د محدودولو لپاره يوازينی تړون دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک ثبات بنسټ دی.
(ليلا)