په بغداد کې د غبرګو ځانمرګو بريدونو له امله ۳۲ تنه ووژل شول، ۱۱۰ تنه ټپيان شوي
cri2021-01-22 11:25:18
شريکول:

د عراق د روغتيا وزارت د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل، چې په بغداد کې د غبرګو ځانمرګو بريدونو له امله د وژل شويو شمېر ۳۲ ته زيات شوی او ۱۱۰ تنه ټپيان شوي دي. داعش د دې بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی.

د عراق د روغتيا وزارت يو چارواکي وويل، د بغداد روغتيايي مرکزونو ته تر اوسه ۳۲ جسدونه او ۱۱۰ ټپيان رسېدول شوي. هغه کسان چې ټپونه يې سرسري دي، له تداوي وروسته له روغتون څخه رخصت شوي، خو ۳۶ سخت ټپيان شوي بستري شوي دي.

د عراق د کورنيو چارو وزارت يو چارواکي وويل، دوه ځانمرګي بريدګرو د همدې ورځې په سهار د بغداد د يو بازار په ګڼه ګوڼه سيمه کې پر له پسې چاودېدونکي مواد وچاودول او له دې امله د رامنځته شويو مرګژوبلو شمېر به ممکن لا زيات شي. (شکريه)