چين: د بايډن په خبره کې يووالی او علاج هم د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو لپاره ضروري دي
CRI2021-01-22 10:38:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې هوا چون يینګ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، په تېرو څلورو کلونو کې د چين پر ضد د امريکا ځينو سياستوالو د خپل شخصي هدف له امله ډېر زیات دروغ ويلي او بېلتون ته يې لمن وهلې. د دواړو هېوادونو خلک له دې کبله ډېر زيانمن شوي. د امريکا ولسمشر جوزف بايډن د لوړې په مراسمو کې وينا کې يووالی او علاج ډېر ياد کړی، دا هم د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو لپاره ضروري دي.

هوا چون يينګ وويل، په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې ويجاړې شوې، دواړه خواوې بايد په مېړانې او هوښيارۍ سره يو د بل درناوی وکړي، دا د چين او امريکا مسئولیت دی او هم د نړيوالې ټولنې هيله ده.

(فرشته)