د کرونا وبا ضد واکسين ذخيره کول به د دې وبا له خپرېدو څخه د افريقايي هېوادونو پر ژغورلو بده اغيزه کړي
cri2021-01-22 11:28:32
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د افريقايي سيمې دفتر د جنورۍ په ۲۱مه نېټه ويډيويي خبري ناسته تر سره کړه او پکې يې په افريقا کې د کرونا وبا ضد واکسين د پراخ خپرېدو په مخ کې د شته ستونزو په اړه مالومات ورکړي. د د دفتر رئيس ماتشيديسو موتي وويل، د کرونا وبا د رامنځته کېدو وروسته په ډېر لنډ مهال کې، د دې وبا ضد څو امن او اغېزمن واکسينونه کارول شوي، دا ډېر ستر برياليتوب دی. خو له دې امله چې د يو څو هېوادونو تر منځ د واکسین پلور او اخيستلو تړون لاسليک شوی، ګڼ شمېر واکسينونه ذخيره شوي، بيه يې لوړه شوې او دا به د دې وبا له خپرېدو څخه د افريقايي هېوادونو پر ژغورلو بده اغيزه کړي.

د روغتيا نړیوال سازمان د اړوندې شمېرې سره سم، د دې اوونۍ تر پيل پورې، په ۵۰ شتمنو هېوادونو کې کابو ۴۰ ميليونه کرونا وبا ضد واکسينونه خلکو ته تزريق شوي، مګر په افريقا کې، ګينې يوازنې هېواد دی چې دغه ډول واکسين يې تر لاسه کړی او په دې هېواد کې تر اوسه يوازې ۲۵ کسانو ته واکسين تزريق شوی. (شکريه)