انګيلا ميرکل: په جرمني کې د کرونا وبا خطر اوج ته رسېدلی
cri2021-01-22 10:09:04
شريکول:

د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا خطر اوج ته رسېدلی او هرڅوک بايد په مسؤليت سره عمل وکړي او سږکال ټول د وبا د کنټرول او بالاخره د وبا ختمولو لپاره هڅې کوي.

ميرکل په هغه ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې که څه هم په جرمني کې د کرونا د نوې تشخيص شويو پېښو او سختو ناروغانو شمېر مخ په کمېدو دی ، خو د دې ويروس له امله د مړينې شمېر لاهم لوړ دی. سربېره پردې ،په دغه هېواد کې نوی بدل شوی کرونا ويروس کشف شوی او بايد په جدي توګه خطرونو ته وکتل شي ترڅو د امکان تر حده د وبا خپرېدل ورو شي.

 (ليلا)