د کوويد-۱۹ ضد واکسين د عادلانه وېش لپاره د چين کوښښونه
CRI2021-01-23 15:52:40
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم ګيبريسوس په دې وروستيو کې ويلي، چې په ۴۹ شتمنو هېوادونو کې له ۳۹ مليونو زياتو کسانو ته د کوويد-۱۹ ضد واکسين ورکړل شوی، خو په يو وروسته پاتي هېواد کې يوازې ۲۵ تنو ته واکسين ورکړل شوی دی. د زياتو خبري رسنيو د خبر له مخې، د افريقا په ګيني کې تر اوسه پورې د دغه هېواد د ولسمشر په شمول ۲۵ تنو ته د کوويد-۱۹ ضد واکسين ورکړل شوی دی.

تيدروس همدارنګه وويل، چې (( ۲۵ مليونه نه دي، ۲۵ زره نه دي، يوازې ۲۵! زموږ نړۍ د اخلاقي فساد څنډې ته نژدې شوې ده. )) د نوموړي دغه اندېښنه بايد د ټولې نړۍ ګډه اندېښنه هم وي.

د کوويد-۱۹ ضد واکسين د تطبيق پلان (COVAX) د روغتيا نړيوال سازمان په شمول د اړوندو ارګانونو له خوا وړاندې شوی او اصلي موخې يې دا دي چې واکسين په عادلانه توګه وويشل او تطبيق شي، په بېلا بېلو هېوادونو کې لومړی تر ټولو اړمنو کسانو ته واکسين ورکول شي او ژر تر ژره په ټيټ عايد لرونکو هېوادونو کې خلکو ته واکسين ته ورسول شي. خو دغه وضعيت رامنځته شوی چې ځينو لويديځو هېوادونو په لويه اندازه واکسين اخيستی او زېرمه کړی يې دی. د واکسين ځينو لويديځو کمپنيو د کوواکس پر پلان باندې سترګې پټې کړي او لومړی يې شتمنو هېوادونو ته واکسين برابر کړی او د واکسين بيې د لوړولو لپاره يې هڅې کړې دي.  د دوی د دغو ناوړو کړنو له امله په بازارونو کې ګډوډۍ رامنځته شوې او د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د واکسين د اخيستلو بهير له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

دغه ناوړې کړنې ځانغوښتنونکې او خطرناکې دي.  له همدغسې نړيوالې وبا سره د مبارزې لپاره انسانان يووالي او همکاريو ته اړتيا لري. چين په دې برخه کې ګامونه پورته کړي او کوي يې.

چين د دې لپاره د کوښښ کولو ژمنه کړې چې د کوويد-۱۹ ضد واکسين د نړيوال عامه توليد په توګه دې وګرځي، چين د کوويد-۱۹ ضد واکسين د تطبيق په پلان کې ګډون کړی او له لسګونو هېوادونو سره يې د واکسين د څېړنې او توليد په چارو کې همکارۍ کړې دي. چين د انسانانو د روغتيا او طب ټولنې د ابادۍ په هڅه کې دی او د يو لوی او مسئولانه هېواد بڼه يې څرګنده کړې ده.

تر اوسه پورې د چيلي، متحده عربي اماراتو، بحرين، مصر، اردن، ترکيې، اندونيزيا او برازيل په شمول هېوادونو د کوويد-۱۹ ضد چيني واکسين تطبيق ته اجازه ورکړې ده. د لومړنۍ شمېرنې له مخې، له ۴۰ نه زياتو هېوادونو د چيني واکسين د واردولو اړتياوې څرګندې کړې دي. د زياتو هېوادونو مشرانو ته چيني واکسين ورکړل شوی دی.

ولې چيني واکسين دومره زياتې د اعتبار رايې تر لاسه کړې دي؟  لومړی، چيني واکسين اغېزمن او خوندي دی. د خونديتوب او اغېزمنتوب په برخو کې د چيني واکسين بېلا بېلو شاخصونه د روغتيا نړيوال سازمان له معيارونو څخه لوړ او لا ښه دي. دوهم، چيني واکسين د سانتي ګراډ په حساب له ۲ درجو څخه تر ۸ درجو پورې په چاپيريال کې زېرمه او انتقالېدای شي چې دا کار د پرمختيايي هېوادونو لپاره د واکسين د زېرمې او ترانسپورټ لګښتونه کمولی شي.

د يادو چارو پر بنسټ ويل کيږي چې د چين کوښښونو په پرمختيايي هېوادونو کې د کوويد-۱۹ ضد واکسين د تطبيق او په نړۍ کې د واکسين د برابر ويش لپاره ګټور رول لوبولی دی.

د واکسين په اړه د ځان ځانۍ غوښتنه ويروس ته ماتې نه شي ورکولی، بېلا بېل هېوادونه بايد د چين په شان په عمل کې کارونه تر سره کړي او له دغه وبا سره دې ګډه مبارزه وکړي چې دا د تيدروس د اندېښنې د آرامولو يوازېنۍ ښه درمل او لاره بلل کيږي.