روسيه د امریکا د هغې غوښتنې هرکلی کوي چې د ستراتيژيکي وسلو د کمښت نوي تړون ته ادامه ورکوي
CRI2021-01-23 12:19:32
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي منشي دميتري پيسکوف د جنورۍ په ۲۲مه نېټه وويل، د کرېملېن ماڼۍ د امریکا هغه سياسي غوښتنه، چې د ستراتيژيکي وسلو د کمښت نوي تړون ته ادامه ورکوي، هرکلی کوي. خو دا به د امريکا د وړانديز په جزئياتو پورې اړه ولري. نوموړی په دې لا  نه پوهېږي چې ايا امريکا په دې هېواد کې د روسيې د سفارت له لارې رسمي سند وړاندې کړی که نه. اوس روسيه چمتو نه ده چې د دې مضمون په اړه تبصره وکړي.

د امريکا سپينې ماڼۍ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ، چې دغه هېواد غواړي د امريکا او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکي وسلو د کمښت نوي تړون ته د پنځو نورو کلونو لپاره ادامه ورکړي.

(فرشته)