د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين به د ذروي وسلو د ممنوعيت تړون لاسليک او تصویب نه کړي
CRI2021-01-23 12:33:17
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون يينګ د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د ذروي وسلو د ممنوعيت تړون د مطبيق په اړه وویل، چین دغه تړون نه مني او نه غواړي لاسليک او يا يې هم تصويب کړي. (( تړون )) د عادي نړيوال قانون يوه برخه نه دی او د هغو لپاره چې غړي نه دي هيڅ قانوني قوت او الزاميت نه لري.

نوموړې وويل، چین په دې پوهېږي چې ذروي وسلې نه لرونکي هېوادونه د ذروي وسلو د کمښت بهير ته د ودې ورکولو هيله او غوښتنه لري. کله چې چين د ذروي وسلې خاوند شو، دغه هېواد په فعاله توګه د ذروي وسلو د پوره ممنوعيت او بيخي له منځه وړلو وړانديز ټينګ کړی او په هيڅ وخت او هيڅ حالت کې به لومړی ذروی وسله استعمال نه کړي. چين تل خپل ذروي قوت په ټيټه سويه کې ساتلی دی چې يوازې د ملي امنيت د ضرورت لپاره یې کافي دی. د چين په اند، د ذروي وسلو د کمښت بهير بايد د نړیوال امنيت د حقيقت له مخې، د نړیوال ستراتيژيکي ثبات د ساتنې او د بېلابېلو هېوادونو د امنيت د ساتنې پر بنسټ تر سره شي.   

(فرشته)