په دې وروستيو ورځو کې يو شمېر هېوادونو او سيمو د چين جوړ د کووېدـ۱۹ واکسين تطبيق او يا بېړنۍ کارونې ته اجازه ورکړې، يو شمېر هېوادونو او سیمو له چين څخه د دې واکسين د اخيستلو لپاره تړونونه لاسليک کړي دي.
د صربيا د روغتيايي چارو وزير زلاتيبور لونڅار د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د چين د سينوفارم (Sinopharm) تصدۍ کووېـدـ۱۹ واکسين وکړ او په دې هېواد کې لومړی کس دی چې د چين واکسین يې کړی دی.
اذربايجان د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د کووېدـ۱۹ واکسين د تطبيق کارونو لومړی پړاو پيل کړی. د دې هېواد د روغتيايي چارو وزير وګتای شيرعلي يوف لومړی د دې هېواد په پلازمېنه باکو کې د چين د سينواک (Sinovac) تصدۍ کووېدـ۱۹ واکسين وکړ.
د دې تر څنګ، برازيل، چيلي، پاکستان او عراق هم د چين جوړ د کووېدـ۱۹ واکسين تطبيق ته اجازه ورکړې ده، څو چې د کووېدـ۱۹ وبا مخنيوی وکړي.
(فرشته)