شي جين پينګ: د فساد پر ضد مبارزه بايد له ډېرو ستونزو سربېره لا هم ټينګه او دوامداره اوسي
CRI2021-01-23 11:18:50
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د مرکزي کميټې د ديسپلين څارنې کمېسيون په کلنۍ غونډه کې وويل، په دې ګوند کې لا هم د اداري فساد خطرونه شتون لري. فساد او د فساد پر ضد مبارزه دواړه د اوږد مهال لپاره ادامه لري او دغه مبارزه بايد له ستونزو سربېره لا هم ټينګه او دوامداره اوسي. 

نوموړي وويل، د چين د کمونېست ګوند غړي بايد په دايمي توګه د دې ګوند د شفافيت پياوړتيا او د فساد پر ضد مبارزې ته وده ورکړي، بايد د فساد په وړاندې بيداره واوسي او د خپل ځان د اصلاحاتو توان دې لوړ کړي.

(فرشته)