شي جين پينګ: د پولي چارو څارنه او داخلي اداره بايد پياوړې شي
CRI2021-01-23 10:19:09
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د پولي چارو اداري څانګې، د څارنې او نظارت ارګانونه او د چين کمونېست ګوند بېلا بېل کمېسيونونه او ځايي حکومتي ادارې بايد خپل مسئوليتونه په ښه توګه پر غاړه واخلي او په ښه ډول يې دې پلي کړي، د پولي چارو په برخه کې بايد له فساد سره د مبارزې او د پولي خطرونو د له منځه وړلو کارونه دې تر سره کړي، د پولي چارو څارنه او داخلي اداره بايد پياوړې کړي. نوموړي وويل، چې د فساد ضد د مبارزې تدبيرونه او اصلاحات بايد په عين وخت کې عملي شي او په نظام کې د شته نيمګړتياوو د له منځه وړلو لپاره بايد په مهمو برخو کې د څار نظام اصلاحات تر سره شي.

(ياسمين)