امريکايي خبري رسنۍ: تېر کال د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره ګټور و
CRI2021-01-23 11:43:39
شريکول:

د امريکا والسټريت ژورنال (Wall Street Journal) د جنورۍ په اتلسمه نېټه خبر ورکړ، چې په ۲۰۲۰ کال کې د چين اقتصادي پرمختګ د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره ډېر ګټور و. د بروکينس انستېتيوټ (Brookings Institution) د نړيوال اقتصاد او پرمختګ عالي څېړونکي هراس وويل، که د چين خدمتونه نه وای، تېر کال به د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي انډول پنځه اعشاريه اوه سلنې ته  رسيدلی و. د نړيوال بانک د اټکل له مخې، د تېر کال د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي انډول به شاو خوا څلور اعشاريه درې سلنه وي.

د امريکا سي اېن بي سي تلويزيون (CNBC) په همدې ورځ خبر ورکړ، چې تېر کال بهرنيو پانګوالو په چين کې لا نورې زياتې پانګونې کړي، ځکه د چين اقتصادي اندازه او پرمختګ په نړۍ کې د پام وړ او تر نورو هېوادونو ښه ده.

(ياسمين)