د امريکا سروې: د زياتره امريکايانو په اند بهرني دښمنانه ځواکونه د دغه هېواد لپاره تر ټولو لوی خطرونه نه دي
CRI2021-01-23 11:18:17
شريکول:

د امريکا په تازه سروې کې راغلي چې د زياتره امريکايانو په نظر (( بهرني دښمنانه ځواکونه )) د دغه هېواد لپاره تر ټولو خطرناک ګواښونه نه دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د دغه خبر په اړه د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې له معمول سره سم تر ټولو لوی دښمن خپل ځای دی او يا په دننه کې رامنځته شوي دي او دا هم د دې سبب دی د امريکا ولسمشر بايدن د لوړې په وينا کې پر يووالي او بيارغونې ټينګار وکړ.

د امريکا د نظر پوښتنې ارګانونو او امريکايي خبري رسنيو په دې وروستيو کې په ګډه يوه سروې خپره کړه. د دې سروې له مخې، تر نيمايي زيات ګډونوال په دې نظر دي چې (( ځيني نور امريکايان )) د دغه هېواد د ژوند شکل لپاره تر ټولو لوی خطر دی، (( بهرني دښمنانه ځواکونه )) نه دي. يوازې له ۱۰ سلنې نه کم ګډونوال (( بهرني هېوادونه او بهرني نظامي ګواښونه )) د دغه هېواد لپاره تر ټولو لوی خطر بولي.

(ياسمين)