شي جين پينګ: د عامو خلکو په شاوخوا کې د فساد مسئلې دې حل شي
CRI2021-01-23 11:25:49
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د مرکزي کميټې د ديسپلين څارنې کمېسيون په کلنۍ غونډه کې وويل، بايد په دوامدار ډول د عامو خلکو په شاوخوا کې د فساد او ناوړه کړنو مسئلې حل شي، څو چې عام خلک په عادلانه حالت کې ژوند وکړي.

نوموړي وويل، په سياسي او د قانون په برخو کې دې غير قانوني کړنې بندې شي، ناوړه واک کاروني او قواوو ته او د دوی حلقې ته دې ګوزار ورکول شي، د ګډې شتمنۍ د پاليسې تطبيق ته دې وده ورکول شي، د تعليم، طب، د لوړ عمر لرونکو پالنې، ټولنيز تضمین، له بېوزلو سره مرستې او د چاپيريال ساتنې په برخو کې دې فساد او ناوړه کړنې له منځه يووړل شي.

(فرشته)