د چين سرچينې
cri2021-01-26 17:34:28
شريکول:

د خاورې سرچينې: د چين جغرافيا درې ځانګړتياوې لري.

 لومړی: د چين غرونه د هوارې په نسبت زيات دي، د غرونو او لوړو عمومي پراخوالی يې کابو ۶ ميليونو او ۶۲۴ زره کيلومتره مربع ته رسېږي او د ټول هېواد په عمومي پراخوالي کې ۷۹ سلنه نيسي او د دښتو پراخوالی يې يوازې ۳۱ سلنه دی. دوهم: د وچو او نمجنو سيمو پراخوالی يې نږدې د ټول هېواد د خاورې نيمه برخه جوړوي.

 درېيم: د چين د بېلا بېلو سيمو د خاورې سرچينې برابرې نه دي، له ۹۰ سلنې زیاته نمجنه او زراعتي ځمکه یې په ختیځ او جنوب ختيځ کې ده او له ۵۰ سلنې زيات ځنګلونه يې په شمال ختيځ او جنوب لوېديځ کې دي او د مختلفو سيمو زراعتي چارې یې هم توپيرونه لري.

په چين کې اوس د زراعتي ځمکو پراخوالی کابو ۱ ميليون او ۲۲۰ زره کیلومتره مربع ښودل شوی، چې د دغه هېواد په عمومي پراخوالي کې 12.7 سلنه نيسي. چين د يو ميليون او ۷۴۸ زرو کيلومترو مربع په پراخوالي ځنګلونه لري، چې پر ځمکه د ځنګلونو د پوښلو اندازه يې 18.21 سلنه نيسي او په نړۍ کې بیا پر ځمکې د ځنګلونو د پوښلو منځنۍ اندازه 28 سلنه ښودل شوې او په چين کې دغه اندازه لږه ټيټه ده. په چين کې د شنډو ځمکو پراخوالی کابو ۷۸۰ زره کيلومتره مربع ښودل شوی او دغه هيواد د نيالګيو کېنولو په برخه کې ستر پټ ځواک لري، د شنو دښتو پراخوالی يې کابو ۳۱۹ زره کيلومترو مربع ته رسیږي، چې له دې جملې څخه یې کابو ۲۴۱ زره کيلومتره مربع کارول کيږي.

د ژونديو موجوداتو سرچينې: په چين کې د وحشي حيواناتو شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. په دغه هېواد کې د ملا تېر لرونکو حيواناتو شمېر 2091 ته رسېږي، چې دا د نړۍ  د عمومي شمېر ۱۰ سلنه نيسي. چين د خوږو اوبو ۶۰۰ ډوله کبان لري او په سمندر کې يې څه باندې ۱۵۰۰ ډوله کبان موجود دي، چې دا هم د نړۍ د عمومي شمېر ۱۰ سلنه نيسي. برسيره پر دې، چين څه دپاسه سل ځانګړې ژوي لري، د ساري په توګه یې لوی پنډا یادولی شو، چې په ګرده نړۍ کې ډېر شهرت لري.

په چين کې 1186 ډوله مرغان اوسېږي، چې شمېر يې د نړۍ 13.5 سلنه نيسي. د دې تر څنګ په چين کې د نباتاتو ډولونه او شمېر هم ډېر زيات دی.

معدني سرچينې: په نړۍ کې تر اوسه څه باندې ۱۶۰ ډوله معدني زېرمې پيدا شوي، چې ۱۴۰ ډوله يې په چين کې شتون لري او په دې جمله کې شل ډوله معدني زېرمې بیا د نړۍ مخکښ مقامونه لري. چين د نړۍ له هغو کم شمېر هېوادونو څخه دی، چې د معدن ډولونه يې ډېر او معدني زېرمې يې زياتې دي.

د سکرو زېرمې د چين عمده انرژي ده او اټکل کېږي، چې دغه زېرمې يې ۴ زرو او ۵ سوو ميليارډو ټنو ته رسېږي، چې د زېرمې او توليد اندازه يې په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. په دوهم ګام کې تيل او نفت د چين عمده انرژۍ دي او تر اوسه پورې څه دپاسه ۳۱۰ اړوندې زېرمې پکې پيدا شوي او عمومي زېرمې يې ۲ ميليارډه او ۵۲۰ ميليونو ټنو ته رسېږي. په چين کې د اوسپنې معدني سرچينې هم ډېرې موجودې دي، تر اوسه پورې د ۴۵ ميليارډو ټنو په اندازه اوسپنيزې معدني زېرمې پکې پيدا شوي، چې دا په نړۍ کې درېيم ځای نيسي. بر سيره پر دې، چين څه دباندې ۸۰ ډوله رنګه فلزات هم لري.

د تاريخي مالوماتو له مخې، چين پنځه سوه زره کاله مخکې د معدني زېرمو استعمال پيل کړی و.

په چين کې ډول ډول معدنونه او زېرمې شته، خو نفوس يې ډېر زيات دی او د هر تن په سر د سرچينو او زېرمو منځنۍ اندازه يې د نړۍ په ټيټه سويه کې ده.