د چين عمومي مالومات
cri2021-01-26 16:16:16
شريکول:

د چين پلازمېنه بېجينګ او د سياسي نظام نوم يې د چين ولسي جمهوريت دی، چې د ۱۹۴۹ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه جوړ شوی دی. چين ته په چيني ژبه  (جونګ ګوه) ویل کېږي. دغه هيواد ۲۳ ولايتونه، ۵ قومي کورواکې سيمې او د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې ۴ ښارونه لري. برسيره پر دې، هانکانګ او مکاو د چين دوه ځانګړې اداري سيمې دي. د چين نفوس له ۱.۴ ميليارډو څخه زيات دی، چې په نړۍ کې لومړی ځای نيسي. چين ۵۶ قومونه لري او د مليتونو لوی کور بلل کیږي، چې تر ټولو لوی قوم یې هان نومیږي، چې د دې هيواد په نفوس کې ۹۱ سلنه نيسي او نور ۵۵ قومونه ملي لږکي دي.

چين د نړۍ په ختيځ کې پروت دی او د ځمکني قلمرو پراخوالی يې کابو ۹ ميليونه او ۶ سوه زره کيلومتره مربع ته رسیږي، چې تر روسيې او کاناډا وروسته په نړۍ کې درېيم لوی هيواد دی او پراخوالی يې د ټولې اروپا له پراخوالي سره برابر دی.

چين د روسيې، مغولستان، قزاکستان، افغانستان، تاجکستان، پاکستان او هند په شمول له ۱۴ هېوادونو سره ګډه پوله لري. چين او افغانستان د واهان دهليز په لوړه کې کابو ۹۰ کيلومتره ګډه پوله لري، چې جغرافيايي حالت يې ډېر سخت او پيچلی دی او هلته د دواړو هيوادونو د خلکو د تګ راتګ مستقيمه لاره نه شته.

د چين د ځکمې جغرافيايي ځانګړتيا دا ده، چې په لوېديځ کې د سمندر له سطحې نه  لوړ پروت دی، خو په ختيځ کې یې جګوالی ټيټ دی.

چين ډېرغرونه لري.

 په نړۍ کې ۱۴ داسې غرونه شته، چې د سمندر له سطحې نه ۸ زره متره جګوالی لري. چين هم ډېر غرونه لري او ۹ داسې لوړ غرونه لري، چې جګوالي يې له يادې شمېرې پورته دي.  

چين نه يوازې پراخه ځمکه لري، بلکې سمندري قلمرو يې هم ډېر پراخ دی، د چين په سمندري قلمرو کې څلور سمندرونه شامل دي، چې عمومي پراخوالی يې څه باندې ۴ ميليونه او ۷ سوه زره کيلومتره ښودل شوی دی. په دغو سمندرونو کې څه باندې ۶زره او ۵ سوه ټاپوګان موجود دي، چې عمومي پراخوالی يې له ۸۰ ميليونو کيلومترو مربع زيات دی او په دې جمله کې تر ټولو لوی ټاپو د تايوان ټاپو دی، چې پراخوالی يې څه باندې ۳۵ زره کيلومتره مربع دی.

پر سمندري قلمرو سربيره، په چين کې ډېر سيندونه او جهيلونه هم شته، د خوږو اوبو پراخوالی يې کابو ۱۷ ميليونه هکتاره دی، په دې جمله کې کابو د ۵ ميليونو  هکتارو په پراخوالي خوږې اوبه د کبانو په شمول د ډېرو پيداروارو لپاره کارول کېږي. د چين د سيندونو عمومي اوږدوالی ۴۳۰ زرو کيلومترو ته رسېږي او په نړۍ کې شپږم مقام نيسي. په چين کې د اوبو لګولو سرچينې ډېرې دي او د برېښنا د توليد اندازه يې ۶۸۰ ميليونو کيلوواټو ته رسېږي او په نړۍ کې لومړی ځای نيسي.

چين يو لرغونی هېواد دی او تاريخ يې له ۵ زرو کلونو زيات دی. د چين ولسي جمهوريت نوی او عصري چين بلل کېږي او په ۱۹۴۹ کال کې جوړ شوی دی. د نوي چين په جوړېدو سره په دغه هيواد کې بيارغونه پيل شوې ده او زیات پرمختګ يې کړی دی.

 په ۱۹۵۶ کال کې د چين د سوسياليستي نظام بنسټ کېښودل شو او د سوسياليسزم تر لارښوونې لاندې يې د هيواد د اقتصاد او ټولنې په جوړونه پيل وکړ.

چين په ۱۹۷۸ کال کې د ورخلاصون او اصلاحاتو تګلارې غوره کړې او له همغه وخت راهيسې يې د پرمختګ سرعت ډېر ګړندی روان دی.

چين اوس په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد ګڼل کېږي، نړيوال اقتصادي پرمختګ هڅوي او حياتي ځواک ورته برابروي.