د بهرنيو پانګوالو پر وړاندې د چين جذابيت لاهم پر ځای دی
cri2021-01-27 16:47:38
شريکول:

له کوويد۱۹ سره په مبارزه کې د چين تجربې او له دې ويروس سره د مقابلې لارې چارې مهمې او د زده کړې وړ دي. اوس چين نه يوازې په اغيزمنه توګه د دې ويروس د وبا حالت کنټرول کړی بلکې مهمه اقتصادي موخه يې تر سره کړې ده. تېر کال د چين له خوا جذب او کارول شوې بهرنۍ پانګونه ۹۹۹ میليارډه ۹۸۰ مليونه يوانو ته رسيدلې چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه دوه زيات شوی دی او پيمانې يې نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی.

له يادو شمېرونو څخه ښکاريږي چې د بهرنيو پانګوالو پر وړاندې د چين جذابيت لاهم پر ځای دی. د کوويد ۱۹ وبا د نورو هېوادونو پر بهرنيو پانګوالو اغيزه کړې او په چين کې د بهرنيو پانګونو پيمانې هم نوی ريکارډ جوړ کړی دی. تېر کال د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت مثبت پرمختګ موندلی چې په دې جمله کې د خدمتي چارو او عصري تخنيکونو پرمختګ چټک شوی دی. دا نه يوازې د چين د اقتصادي جوړښت د ښه والي ښکارندويي کوي بلکې ور څخه څرګنديږي چې چين د کوويد ۱۹ وبا د مخنیوي او کنټرول ترڅنګ اقتصاد ته پرمختګ ور کړی دی. د چين حکومت نه يوازې په اغيزمنه توګه د کوويد ۱۹ وبا کنټرول کړی او د خلکو د ژوند د ژغورلو او ساتنې ترڅنګ يې اقتصادي پرمختګ هم اعاده کړی دی.

تېر کال په چين کې د بهرنيو پانګونو زياتوالی نه يوازې د کوويد ۱۹ وبا د مخنيوي لپاره د چين د حکومت له خوا له نيول شويو اغيزمنو تدبيرونو سره بلکې د چين د اصلاحاتو له دواملرونکو تګلارو سره تړاو لري. په ۱۹۸۰ کال کې په چين کې لومړۍ ځانګړې اقتصادي سيمه جوړه شوې او له هغه وخت راپدېخوا د چين سوداګريز چاپيريال او د بهرنيو پانګونو جوړښت ګام په ګام ښه شوی دی. باور لرو چې د کورني او بهرني دوران په نوي پرمختيایي جوړښت کې د چين سوداګريز چاپيريال لا ښه شي او له دې کبله به د نورو هېوادونو ښه توليدات او خدمتونه د چين بازار ته داخل شي چې دا به نه يوازې د چين د تخنيکي پرمختګ لپاره بلکې د نړيوالې همکارۍ د پرمخبيولو لپاره مهم رول ولوبوي.سربېره پردې پر چين باندې د امريکا حکومت فشارونو د چين پر اقتصادي جذابيت منفي اغيزه نه ده کړې بلکې له دې امله چین په نړۍ کې يوازېنۍ داسې اقتصادي ډله ګرځېدلې چې اقتصاد يې مثبت پرمختګ موندلی دی.

تېر کال د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې د چين د مستقيمو بهرنيو پانګونو په برخه کې يادې لاسته راوړنې تر لاسه شوې چې دا يو اسانه کار نه دی. په راتلونکې کې به د چين حکومت اقتصادي همکاريو ته ادامه ور کړي او د دې لپاره به مشخص کارونه تر سره کړي تر څو په چين کې سوداګريز چاپيريال لا عادلانه او روڼ شي. د چين دغه کړنه به نه يوازې په خپل هېواد کې د بهرنيو پانګونو او استخدام د ثبات لپاره ګټوره وي بلکې له دې امله به يې بهرني توليدات جوړونکي په چين کې باکيفيته توليدات جوړ کړي تر څو د چين او نورو هېوادونو د خلکو اړتياوې پوره شي.

د تېر کال د جنوري په لومړۍ نيټه د چين د ولسي جمهوريت د بهرنيو پانګونو قانون په رسمي توګه نافذ شو چې موخه يې د بهرنیو تصديو د اندېښنې لېرې کول او د بهرنيو پانګوالو د ګټو ساتنه ده. د دې قانون تر نافذېدو وروسته به بهرني شرکتونه د عادلانه او سالمو سياليو له لارې د حکومتي څانګو له خوا د تجهيزاتو او توليداتو د اخيستلو په کارونو کې ګډون کولی شي. سربېره پردې ځايي حکومتونو هم د سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره هڅې کړې دي.چين به د اصلاحاتو او همکاريو تګلارو پلي کولو ته دوام ور کړي او تل به له نورو هېوادونو سره پرمختيايي ګټې شريکې کړي.