د چين د پسرلني اختر په رارسېدو سره تاسو ته (( درې غويي )) وړاندې کوو
CRI2021-02-06 17:32:37
شريکول:

د چين د کرنيزې جنترۍ پسرلنی اختر د چينايانو لپاره تر ټولو لوی او مهم اختر دی. د کرنيزې جنترۍ له مخې راتلونکی کال د غويي له کال سره برابر دی. په چين کې غويی د زيارکښۍ، کار، صبر، حوصلې او خدمت کولو نښه او سمبول دی.

په لومړی انځور کې د غويي يوه مجسمه ده، چې په ځانګړي ډول د چين د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې لپاره جوړ شوی. دغه غويی شاړې ځمکې په سمسورو ځمکو باندې بدلوي. له دې غويي څخه د شن جن ځانګړې اقتصادي سيمې د خلکو د هڅو لوړه روحيه او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د پلي کولو په بهير کې د نوښتونو روحيه څرکندېږي.

په دوهم انځور کې يو غېژګاو د چين په چينګ های او شي زانګ لوړو کې کار کوي. د شي زانګ خلک د زيارونو له لارې د ۲۰۲۰ کال په پای کې له بېوزلۍ څخه وتلي دي.

په درېيم انځور کې يو غويی د ښو حاصلاتو په وخت کې جايزه تر لاسه کوي.

د ۲۰۲۱ کال په پيل کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ حکومتي چارواکو ته وويل، چې بايد د غويي په شان لوړ همت،ځواک، صبر او حوصلې ولري او د خلکو لپاره خدمت وکړي، د نوښت په مټ پرمختګ ومومي او سخت کارونه وکړي، تل ځيرک او هوښيار اوسي او له سختيو او ستونزو څخه و نه بېرېږي، د وطن د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. د چينايانو لخوا دېته (( د درېو غوييو روحيه )) ويل کېږی.

د چين د پسرلني اختر په رارسېدو سره تاسو ته ياد درې غويي وړاندې کوو، هيله ده چې تاسو خپل کارونه او ژوند پياوړی کړئ او ښه حاصلات تر لاسه کړئ.