د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون
cri2021-02-07 09:19:39
شريکول:

دوستانو، د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون (SISU) د ۱۹۴۹ کال په دسمبر کې تاسيس شو. دا د نوي چين له جوړېدو وروسته تاسيس شوی د بهرنيو ژبو لومړنی پوهنتون دی چې په نوي چين کې د بهرنيو ژبو د زده کړې سرچينه ګڼل کېږي. راځئ چې د پوهنتون په اړه معلوماتي فلم وګورو.

نن زه غواړم د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون ( SISU) محوطې معرفي کړم . SISU د هونګ کوو او سونګ جيانګ په ګډون دوه محوطې لري چې عمومي پراخوالی يې ۷۴ اعشاريه ۷ هکتارو ته رسېدلی دی. د هونګ کوو محوطه د شانګهای ښار په مرکزي سيمه کې واقع دی او اوس د سينير ماسټرانو او نړيوالو محصلينو روزنيزه اډه ده. د تدريسي ودانۍ سربېره ، په هونګ کوو کيمپس کې د يي فو کتابتون ، د کنفرانس مرکز او د فټنس مرکز په شمول يو شمېر ودانۍ شتون لري. د سونګ جيانګ محوطه د سونګ جيانګ د پوهنتونونو په مرکز کې موقعيت لري چې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۳ کال پورې جوړه شوې. د سونګ جيانګ محوطه اوس د SISU د لېسانس او جونيټر ماسټرانو د لپاره د روزنې مرکز دی.

د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون کې ۴۸ بهرنۍ ژبې تدريس کېږي چې مهمې يې روسي ، انګليسي ، فرانسوي دي. پښتو هم په دې ژبو کې شامله ده. ياد پوهنتون له هغو پوهنتونونو څخه دی چې د نوي چين تر جوړېدو وروسته يې له بهر سره علمي تبادلې ترسره کړی او د پوهنتون د تاسيس له پيله بهرنيو کارپوهانو په کې کار کاوه. دغه پوهنتون د ۶۲ هېوادونو او سيمو له شاوخوا ۴۴۰ پوهنتونونو ، کلتوري،تحصيلي او ساينسي څېړنيزو ادارو او نړيوالو سازمانونو سره همکاريزې اړيکې ساتي. هرکال شاوخوا ۴ زره نړيوال محصلين د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د چيني ژبې او اړوندو کورسونو د زده کړې لپاره د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون ته راځي.

په ۲۰۲۰ کال کې د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون ( SISU) او د کنفوسيوس پوهنځي له مرکزي دفتر سره د SISU د کنفوسيوس پوهنځي سکالرشېپ جوړ کړی. له پلان سره سم به دغه پوهنتون د چيني ژبې په نړيوال تعليم کې ۱۵ ماسټران او ۲۰ لېسانس جذب کړي. بر سېره پر دې، د چين حکومتي سکالرشېپ او د شانګهای ښاروالۍ سکالرشېپ په ګډون نور سکالرشېپونه هم شتون لري.