د پسرلني جشن په موده کې د کرونا وبا د وقايي له حالت څخه د چين د ټولنيزې ادارې لوړه سويه څرګندېږي
cri2021-02-15 11:26:04
شريکول:

پسرلنی جشن د چيني ملت ډېر مهم دوديز اختر دی. د چينايانو په نظر دغه جشن د هر کال تر زيارکښيو او کارونو وروسته د کورنيو غړو د راغونډېدلو لپاره ډېره ارزښتناکه شېبه ده، نو که څه هم لارې اوږدې وي، خو هر چينايي بيا هم غواړي په دغه وخت کې بېرته ټاټوبي او خپل کور ته ستون شي. په دې مناسبت معمولا د هر کال د پسرلني جشن په موده کې په چين کې د خلکو د تګ راتګ يوه د ګڼې ګوڼې څپه رامنځته کېږي چې پيمانه يې په نړۍ کې ډېره لويه وي.

     سږ کال، د چين حکومت د کرونا وبا د خپرېدو خطر د مخنيوي په هکله له عامو خلکو غوښتنه کړې، چې د سږني پسرلني جشن په موده کې دې هڅه وکړي چې تګ راتګ کم کړي، نو اکثره چينايان د دغې غوښتنې سره سم په خپلو کاري ځايونو کې پسرلنی جشن تېروي. ۲۰۲۰م کال د هر کس لپاره عادي کال نه و او د سږني پسرلني جشن له حالاتو څخه د چينایانو وطن پرستی څرګندېږي.

لېدل کېږي چې د اورګاډيو په سټېشنونو او هوايي ميدانونو کې د مسافرينو شمېر د پخوا په پرتله ډېر کم شوی دی. د اټکل له مخې، د سږني پسرلني جشن په موده کې به د مسافرينو شمېر د ۲۰۲۰م کال د همدې مودې په پرتله شل سلنه او د ۲۰۱۹م کال د همدې مودې په پرتله به شپېته سلنه کم وي. د يوې پلټنې د پايلې له مخې، په سلو کې ۷۷ کليوالو کارګرانو پريکړه کړې ده، چې د سږني پسرلني جشن په موده کې به په کاري ځايونو کې پاتې شي او خپلو ټاټوبيو ته به ولاړ نه شي.

د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې د حکومتي ادارو، استوګنيزو سيمو او تصديو په شمول د چين د ټولنې بېلا بېلو خواوو د سږني پسرلني جشن د بدلونونو لپاره کافي چمتوالي نيولي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پسرلني جشن تر رارسېدو مخکې په ګوی جو ولايت کې له يو سوپرمارکيټ څخه د ليدنې په ترڅ کې د پسرلني جشن لپاره د ښاريانو د چمتوالي حالت ته ډېره پاملرنه وکړه او له ځايي حکومتي ادارو څخه يې غوښتنه وکړه، چې د دغه جشن په موده کې د ښاريانو د خونديتوب او ښه ژوند د تأمينولو لپاره دې هڅې وکړي.

دغه راز، د دغه جشن په موده کې د بېجينګ او شانګهای په شمول لويو ښارونو کې د پاتي شويو اوسيدونکو شمېر د پخوا په پرتله په ښکاره توګه زيات شوی دی، نو د ژوند توليداتو ته اړتياوې هم زياتې شوې دي. ځايي حکومتي ادارو بازارونو ته د اړتياوړ توليداتو د برابرولو لپاره جدي تدبيرونه نيولي دي. په عين وخت کې، د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د پسرلني جشن فضا د شوق او ذوق د پياوړتيا لپاره رنګارنګ تدبيرونه هم نيول شوي دي. د بېلګې په توګه، په بېجينګ کې پارکونه په وړيا توګه د اوسيدونکو پر مخ پرانيستل شوي، حکومتي ادارې خپلو ځايي وګړو ته انلاين د خريدارۍ کارډونه وړاندې کوي، رنګارنګ انلاين هنري نندارې تر سره کېږي او داسې نور. د جه جيانګ او ګوانګ دونګ په شمول ولايتونو کې چې پکې د کليوالو کارګرو شمېر ډېر دی، ځايي حکومتي ادارې کلیوالو کارګرو ته بسپنې ورکوي. بر سېره پردې، په ځېنو ځايونو کې د رخصتۍ ځانګړي او لنډ مهالې تګلارې تطبيق شوي دي، څو ښاريان خوندي او خوشحاله واوسېږي.

 د چين د پسرلني جشن په موده کې ياد شوي بدلونونه هم د بهرنيو خبري رسنيو پاملرنې جلب کړې. د بريټانيا د ډيلي ټليګراف ورځپاڼې خبر ورکړی، چې له نقدي بسپنو څخه تر وړيا فلمي ټيکټونو پورې، چين د پسرلني جشن په موده کې د خلکو د تګ راتګ د کمښت لپاره ډول ډول هڅوونکي تدبيرونه نيولي دي. د جرمني د ويسير کورير ورځپاڼې په خپله ويبپاڼه کې ليکلي، چې د چين د بېلا بېلو ځايونو حکومتي ادارو د پسرلني جشن په موده کې د خلکو د خوندي او خوشحاليو لپاره زيات فعال اواغېزمن تدبيرونه نيولي دي.

د کرونا وبا پر وړاندې، د چين حکومت د هغو کسانو لپاره هم مناسب خدمتونه کړي دي، کوم چې د پسرلني جشن په موده کې تګ راتګ کوي. مثلأ، په زياتو ولايتونو او ښارونو کې د نوکلين ټېسټ لګښت ټيټ شوی. د جه جيانګ په ولايت کې حکومتي ادارې د راتلونکو کسانو د شمېر سره سم په سور، ژېړ او ابي رنګونو سره د کليوالو سيمو د وبا د ګواښ سويې ټاکي او مناسب تدبیرونه نيسي.

ويل کېږي چې تېر کال چين په بريالۍ توګه د کرونا وبا له ازموينې څخه تېر شوی او په دې مناسبت د ټولنيزې ادارې په برخه کې د چين د حکومت توان لوړ شوی او تدبيرونه يې لا دقيق او ژوند ته لومړيتوب ورکول شوی دی.