د پسرلني اختر په وياړ د هنري نندارې (اختريز) پروګرام
cri2021-02-17 10:37:46
شريکول:

د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه د چين مېډيا ګروپ پر تلويزيوني چینل د دغه هېواد د نوي کرنيز کال لومړۍ ورځ يعنې پسرلني اختر د لمانځنې لپاره يوه لويه هنري ننداره خپره شوه. په دغه هنري ننداره کې د اختريز په نوم يو پروګرام و چې اقريقايي، مصري، هسپانوي، روسي، چيني قومي نڅاوې پکې ليدل کيږي، که څه هم دغې نڅاوې يو له بل سره فرق لري، خو په يو پروګرام کې يې خپلې ځانګړتياوې ښودلې او د دې ترڅنګ همغږي هم ترې ښکاره شوې ده.

يو چيني متل دی، چې وايي"各美其美,美人之美,美美与共,天下大同"، پدې معنا چې د بېلابېلو قومونو کلتورونو د نړۍ کلتور غنی کړی او په ګډه يې د انسانانو د تمدن پرمختګ او سمسورتيا هڅولې ده. د تمدن د تنوع له امله نړۍ لاښکلې او قوي ښکاري.

چينايان له يادې مفکورې سره سم له نورو سره اړيکې ساتي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ ويلی و، چې هر تمدن خپل ځانګړتياوې لري او ټول ښکلي ښکاري. تمدنونه يو له بل سره په تضاد کې نه دي او انسانان دې د بېلابېلو تمدنونو ښکلاوې او ځانګړتياوې وويني، د خپل هېواد تمدن دې ښه وساتي او د دې ترڅنګ د نورو هېوادونو د تمدن د پرمختګ لپاره دې زمينه برابره کړي.