د غويي کال د پسرلني اختر شتمنۍ او اقتصاد ته د چينايانو د تګ نوی پيل ګرځيدلی دی
CRI2021-02-17 14:35:05
شريکول:

د چين د سې چوان ولايت د ليانګ شان سيمې د جاو چوی ولسوالۍ د اتولير کلي په بېلا بېلو کور نيو کې د پسرلني اختر د شپنۍ نمانځنې لپاره  ډول ډول خوراکونه چمتو شوي دي. ولې دوی په دومره لويه پيمانه ډول دغه اختر نمانځنه وکړه؟ ځکه چې دا له بېوزلۍ څخه له وتلو وروسته دوی لومړی ځل د پسر لني اختر نمانځنه کوله. د پسرلني اختر په شپې د ډول ډول خوراکونو چمتو کولو بنسټ د ژوند د ښه والي ښودنه کوي.

د ليانګ شان سيمه مخکې يوه ډېره بېوزلې سيمه وه چې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره يې ډېر زيارونه ايستل شوي دي. په پنځو کلونو کې څه دپاسه ۳۵۳ زره کسان له بېوزلو سيمو څخه مناسبو ځايونو کې ميشت شوي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د اتولير کلي ټول اوسيدونکي د غره د کړنګ په نامه له کلي څخه د غره په لمن کې نويو کورونو ته انتقال شوي چې د حکوممت لخوا جوړ شوي او د څښاک په پاکو اوبو او طبيعي ګاز باندې سمبال دي.

د دغه کلي بدلون په چين کې په هراړخيزه توګه د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو په برياليتوبونو کې يوه بېلګه ده. د چين دولت رئيس شي جين پينګ دېته په  اشارې سره ويلي چې د سوسياليزم معنا دا ده چې ټول خلک نيکمرغه ژوند ولري او هر يو قوم، هر يوې کورنۍ، هر تن له دې هدف څخه پاتی نه شي. د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې په چين کې وروستيو ۵۲ بې وزلو ولسواليو ۱۱۱۳ کليو ټول له بېوزلۍ څخه وتلي دي. تر هغه وخت پورې په اتو کلونو کې په چين کې د اوسني معيار له مخې په کليو کې نژدې سل مليونه کسان ټول د بېوزلۍ له حالت څخه ايستل شوي دي. د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې د چين د حکومت لويه لاسته راوړنه او د بريالۍ نتيجه ښودنه ده او د ټولې نړۍ سره يې په دغو چارو کې ستر خدمتونه تر سره کړيدي.

د ګوی جو ولايت د وانګ مو ولسوالۍ د بو يي قوم اوسيدونکو د بېوزلۍ له منځه وړلو وروسته د لومړی ځل د چيني کال د نمانځنې لپاره خپل ځانګړي قومي خوراکونه چمتو کړي او قومي نڅاوې يې وکړې. اوس په دغه ولسوالۍ کې د پسرلني اختر د شوق او ذوق څخه په ډک  چاپيريال کې دی. خو مخکې دغه ولسوالۍ د  شګلن او صحرا کيدو له امله د پرمختګ په بهير کې ډېرې ستونزې او خنډونه درلودل. په دې وروستيوکلونو کې د قومي کولتور له مخې د سيلانۍ چارو د پرمختګ له امله دغه ځای د ۲۰۲۰ کال په پای کې په پوره توګه له بېوزلۍ څخه وتلی دی.نوی ژوند خلکو ته نوې هيله رسولې دي. يو ځايي اوسيدونکي ويلی، موږ په بريالۍ توګه اوس د بېوزلۍ له ژوند څخه د شتمنېدو ته په لاره کې يو. اوس موږ خوندور خوړلی شو  او پوره باور لرو چې زموږ ژوند به لا نور ښه شي.

په چين کې د مصرف توان له مخې د بېوزلۍ معيار د بېوزلۍ د نړيوال معيار په  پرتله لوړ دی چې د نړيوال بانک لخوا خپور شوی. خو په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو معيار په هراړخيزه توګه ټاکل شوی چې د هر تن په سر ثابت عايدات له بېوزلو سره د مرسته کولو له دولتي معيار څخه اوښتی دی، د خوړو او د جامو ستونزې نه لري، ښوونيز فرصتونه او د بنسټيزو روغتيايي خدماتو او د کورونو تامين په چارو کې اړتياوې تر ډېره پوره شوې. دا ډېره مهمه ده چې د چين حکومت کوښښ کوي چې بېوزلو کسانو ته لا زيات مناسب فرصتونه برابروي تر څو د بېوزلۍ له منځه وړلو برياليتوبونه پراخ او ټينګ کړي او د پرمختګ د نوي پړاو لپاره قوي بنسټ جوړ کړي. د روسيې د خبري رسنيو په قول د پسرلني اختر د رارسيدو سره سم د چين د نوي کال نوی پيل رسيدلی دی.

د چين د انټرنيټ د پرمختګ حالت د شميرنې د راپور له مخې چې تازه خپور شوی، د ۲۰۲۰ کال تر نومبر پورې په بېوزلو کليو کې د انټرنيټ د شبکې استفادې انډول ۹۸سلنې ته رسيدلی. نو له ليري ځايونو څخه بزګرانو په انلاين ډول د خپلو ځايي محصولاتو لپاره د مشتريانو سپارښتنې تر لاسه کولی شي چې دا د بېوزلو کليو د پرمختګ لپاره يوه نوې قوه برابرولی شي.  د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان له مخې، په ټاکلې موده کې د بېوزلۍ له منځه وړلو هدف له عملي کيدو وروسته به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ګډې شتمنې او سمسورتيا هڅونه وشي او تر ۲۰۳۵ کال پورې د دغه هدف د ريښتني کولو لپاره څرګند او واقعي پرمختګونه وموندل شي. د غويي کال د پسرلني اختر په وخت کې ټول چينايان دا ښيي چې د بېوزلۍ له منځه وړل د پای ټکی نه، خو د ګډې شتمنۍ او اقتصاد پيل دی.