د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه د چين مېډيا ګروپ پر تلويزيوني چينل د دغه هېواد د نوي کرنيز کال يعنې پسرلني اختر د لمانځنې يوه لويه هنري ننداره خپره شوه. په دغه هنري ننداره کې د اتلانو په نوم يو پروګرام هم شامل و چې چيني کونګفو لوبغاړو پکې رول لوبولی دی.
کونګفو د چين د عنعنوي کلتور يوه برخه ده او د وجود او روغتيا لپاره یوه ډېره ګټوره سپورتي لوبه بلل کيږي.
راځئ په ګډه کونګفو تمرين وکړو!