ازادي څه ده
cri2021-02-18 17:41:41
شريکول:

     په خوشحالۍ فضا کې د چين د دوديز پسرلني اختر رخصتي  پای ته ورسېده او د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د کار چارې ګام په ګام بيا شروع کېږي.

   د چينايانو د دود له مخې، پسرلنی جشن تر ټولو مهم اختر دی او د دې اختر په موده کې د کورنۍ ټول غړي راغونډېږي او د خوشحالۍ له فضا څخه خوندونه اخلي. دا چې د تېر کال په وروستيو کې د چين په ځينو سيمو کې پر کوويد-۱۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې، ځايي حکومتونو يو لړ اغېزمن تدبيرونه ونيول او د روان کال د پسرلني اختر تر رسېدو مخکې يې په اغېزمنه توګه د دغه ويروس د خپرېدو مخنيوی کړی. د وقايوي کارونو او برياليتوبونو د ټينګولو او د دې ويروس د بيا خپرېدو امکان د کمولو لپاره، حکومت وړانديز وکړ چې خلک چې کوم ځای کې دي، همالته دې پاتې شي، او سفر دې نه کوي. د هېواد د بېلا بېلو سيمو خلکو په فعاله توګه د حکومت وړانديز منلی، دغه راز سفرونه ډېر کم شوي، نو د ياد ويروس د خپرېدو امکانات هم تر ډېرې اندازې پورې ټيټ شوي دي. د پسرلني اختر د ۷ ورځنۍ رخصتي په موده کې، يوازې يو تن ناروغ چې د څه باندې يوې مياشتې لپاره قرنطين شوی، ثبت شو، نورې ورځې دغه شمېر صفر و.

     هغه خلک چې له خپل اصلي ټاټوبي لرې پر کار مشغول دي او د  پسرلني اختر په موده کې يې خپلو ټاټوبو ته نه دي تللي، د موبايل فون له لارې له کورنيو غړو سره ټلیفوني خبرې کړې او مبارکۍ يې تبادله کړې. برسيره پر دې، دوی په يو ښار کې له اوسېدونکو ملګرو سره يو ځای ډوډی خوړلې، د ساتېرۍ فعاليتونه يې ترسره کړي او دا ځل يې اختر په بله طريقه ونمانځه. يو لړ شمېرې ښيي، د حکومت دغه وړانديز د خلکو پر عادي ژوند منفي اغېزه نه ده کړې، بلکې اقتصادي مصرف يې هڅولی دی. د مثال په توګه، د پسرلني اختر رخصتۍ په موده کې ټول چين کې د فلمونو ټيکيتونو عايدات 7.5 ميليارډو يوانو ته رسېدلي چې دغه شمېر ريکارډ جوړ کړی، د پرچون پلورنې او رسټورانټي چارو عايدات 821 ميليارډو يوانو ته رسېدلی او د دې رخصتۍ په لومړيو ۶ ورځو کې د انلاين سوداګريز ارزښت له ۱۲۰ ميليارډو يوانو څخه زيات و.

مخکې د لوېديځو هېوادونو رسنيو د کوويد-۱۹ د وقايې او کنټرول په اړه د چين پر تګلارو او تدبيرونو نيوکې کړې او ويلي يې و چې د چين حکومت ډېر جدي او زور تدبيرونه نيولي، کله چې يو ناروغ ثبت شي، نو ډېر کسان به تر قرنطين لاندې شي، دغه راز به د ډېرو خلکو پر عادي ژوند منفي اغېزه وکړي، نو خلک ازادي نه لري.

ازادي څه شی ده؟ که ازادۍ معنا دا وي چې د هر شي کولو حق او يا توان لري، نو دا آزادي نه ده. رښتينې ازادي له ادارې او کنټرول سره نږدې تړاو لري. د چين حکومت د ياد ويروس د کنټرول لپاره يو لړ جدي او اغېزمن تدبيرونه غوره کړي، ملت يې په فعاله او جدي توګه دغه تدبيرونه تطبيق کړي، دا اداره ده، او نتيجه يې دا ده چې په چين کې خلک په ارامه او خوشحاله فضا کې کار او ژوند کوي، او د چين اقتصاد د چټک عادي کېدو په حال کې دی.

د لوېديځو هېوادونو د رسنيو په قول، د دوی هېوادونو کې مطلقه آزادي ده، خو دا يو واقعیت هم دی چې دغو هېوادونو له تېر کال راهيسې د چين وقايوي تدبيرونه زده کړي او د دغه ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې يې د چين مرستې منلې. په دې بهير کې امريکا تل يو ځان ګوښه او يوازې کړی و او د خپل هېواد په دننه کې يې دغه ويروس ګړندي خپرېدو په اړه هېڅ انديښنه نه کوله، هېڅ اغېزمن تدبير يې غوره نه کړ او له هېڅ خوا سره يې د همکارۍ صميمي رويه خپله نه کړه. د يوې شمرې له مخې، د فبرورۍ  تر ۱۷مې نېټې پورې په دغه هېواد کې پر ياد ويروس د اخته شويو کسانو شمېر له ۲۷ ميليونو، ۸۱۰ زرو څخه زيات شوی او په دې جمله کې څه باندې ۴۹۰ زره ناروغان مړه شوي دي.

په دې توګه، د رښتينۍ ازادۍ معنا څرګنده ښکاره  شوې چې مناسب کنټرول او ادارې ته اړتيا لري. که نه وي، دا به د سختې نتيجې سبب وګرځي.