د ناټو د ملي دفاع وزيران په افغانستان کې د پوځونو د پاتې کېدو په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي
CRI2021-02-19 14:20:07
شريکول:

د ناټو د ملي دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ ويډيويي ناسته د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه پای ته ورسېده. برخوال وزيران په افغانستان کې د ناټو د پوځونو د پاتې کېدو په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي، خو پريکړه يې کړې، چې په عراق کې به د ناټو د پوځونوشمېر زيات کړي.

دغه ناسته د امريکا د ولسمشر په توګه د جوسيف بايډن د ماموريت تر پيل کېدو وروسته د ناټو د ۳۰ غړيو هېوادونو د ملي دفاع وزيرانو ترمنځ لومړۍ ناسته ده. برخوالو په عمده توګه د مهمو امنيتي مسئلو، د ناټو د نفوذ د پياوړتيا او د دفاعي پلان د تطبيقېدو په باب بحث کړی دی. د ناټو سرمنشي جينس سټولټينبرګ تر دغې ناستې وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې برخوال وزيران په افغانستان کې د ناټو د پوځونو د پاتې کېدو په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي. ده وويل، 

( برخوالو وزيرانو د افغانستان د حالاتو په باب ژور بحث وکړ. موږ له زياتو ستونزو سره مخامخ يو او د دغو ستونزو ليرې کول ساده نه دي. اوسمهال مو په دغه هېواد کې د ناټو د پوځونو د پاتې کېدو په اړه وروستۍ پريکړه نه ده کړې، مګر، د مې له لومړۍ نېټې مخکې چې محدود وخت پاتې دی، په راتلونکو څو اوونيو کې به ناټو او ملګري يې په دې اړه نژدې مشورې او همغږۍ وکړي. )

د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې، د سږ کال تر مې مياشتې پورې به ټول بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي، کوم چې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې لاسليک شوی دی. د ناټو پوځونو له ۲۰۰۳م کال څخه په افغانستان کې د امنيت ساتنې په کارونو پيل کړی دی. اوس په دغه هېواد کې د امريکا د ۲۵۰۰ سرتيريو په شمول د ناټو ۷۰۰۰ سرتيري شتون لري. د رسنيو د خبرونو او تحليلونو له مخې، د امريکا پوځ په دغه هېواد کې د اکمال او تجهيز په برخو کې کليدي اهميت لري، نو که د امريکا پوځ له افغانستان څخه ووځي، د ناټو پوځي عمليات به دوام ونه شي کړای.

د ناټو په منځ کې له افغانستان څخه د پوځونو د ايستلو په باب لوی اختلاقونه شته، د ناټو ځېني غړي هېوادونه اندېښمن دي، چې که ناټو له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي، په دغه هېواد کې به شل کلن پوځي عمليات ناکم شي. د القاعدي سازمان په شمول ترهګريزې ډلې به يو ځل بيا غښتلې شي. د جرمني د ملي دفاع وزيرې انيګريټ کرامپ کارينباوير له دغې ناستې مخکې څرګنده کړې، چې د افغانستان طالبان دې له امريکا سره د سولې تړون د تطبيقولو لپاره لا زيات کوښښونه وکړي. يوازې به تر دې شرط لاندې بهرني پوځونه له دغه هېواد څخه ووځي.

سرمنشي جينس سټولټينبرګ په ياده مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې که ناټو په ټاکلي وخت کې له افغانستان څخه خپل پوځونه ونه باسي، دوی به له لا سختو امنيتي خطرونو سره مخامخ شي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې تر اوسه پورې له دغه هېواد څخه د پوځونو د ايستنې شرايط بشپړ نه دي. نوموړي وويل، 

(طالبان بايد په صادقانه توګه په خبرو اترو کې برخه واخلي، زور زياتی دې کم کړي او هغه ژمنه دې پوره کړي، چې له نړيوالو ترهګريزو سازمانونو سره به له همکارۍ څخه لاس واخلي. د ناټو موخه دا ده چې افغانستان به د ترهګرو د پناه ځای ونه ګرځي، نو ناټو به په مداومه توګه د دغه هېواد د حالاتو ارزونه وکړي. )

که څه هم برخوالو وزيرانو د افغانستان د مسئلې په باب پريکړه نه ده کړې، خو پريکړه کړې ده، چې په دغه هېواد کې به د ناټو د پوځونو شمېر زيات کړي، څو د عراق د امنيتي پوځونو د روزنې توان لوړ کړي. ښاغلي جينس سټولټينبرګ په دې اړه وويل، 

( په عراق کې به زموږ د پوځونو شمېر له ۵۰۰ کسانو څخه ۴۰۰۰ کسانو ته زيات شي. د عراق لا زيات امنيتي ارګانونه به د روزنې په چوکاټ کې شامل شي. په عين وخت کې به پر بغداد سر بېره په نورو ښارونو کې روزنې تر سره شي. موږ به له مخکينيو شرايطو سره سم په عراق کې خپل پوځونه ميشت کړو او په دغه هېواد کې به زموږ د پوځونو شمېر ګام په ګام زيات کړو. )