د بېجينګ د يان چينګ حوزې ته سفر
CRI2021-02-23 09:27:48
شريکول:

يان چينګ حوزه د بېجينګ په شمال لوېديځه برخه کې ده. څرنګه چې يان چينګ حوزه د بېجينګ په غرنۍ سيمه کې ده، نو چاپيريال او طبيعت يې هم ډېر ښه دی. په ۲۰۱۹م کال کې د شين رنګ ژوند او ښکليو کورونو ګډه ساتنه په عنوان د بېجينګ د باغوانې نړيوال نندارتون په همدغه حوزه کې تر سره شو. عصري ښار، ښکلی چاپيريال او ښه طبيعت، مينه ناک خلک په نړيواله کچه د يان چينګ حوزې پيژندګلوي ده. څرنګه چې د يان چينګ حوزې طبيعې شرايط د ژمنيو سپورټي لوبو د تر سره کولو لپاره مناسب دي، نو په ۲۰۲۲م کال کې به د بېجينګ پر لوړو غرو د اولمپيک ژمنيو لوبو د سکې وهلو ځينې سيالۍ د دې حوزې په غرنۍ سيمه کې تر سره شي. که يو کاله وروسته بهرنيان د اولمپيک لوبو په ترڅ کې يان چينګ ته سفر وکړي، دوی به له کومو منظرو څخه خوند واخلي؟

د لونګ چينګ شيا په منظره لرونکې سيمه کې د کنګلي او واورينو مجسمو او ډېوو ننداره

لونګ چينګ شيا منظره لرونکې سيمه د يان چينګ حوزې په شمال ختيځ کې ده، دلته د ګو چنګ په نوم جهيل هم شته دی. د دغه جهيل د بند د جوړېدو پروژه په ۱۹۷۲م کال کې پيل شوه او اته کاله يې دوام درلود. د دغې پروژې موخه د دې سيمې په شاوخوا کې د اوبو لګولو ستونزې لرې کول وو. د دغه بند جګوالی ۷۲ متره دی او جګوالی یې په په بېجينګ کې تر ټولو بندونو لوړ دی. 

ګو چنګ جهيل، د غرونو لوړې څوکې، شنه او سمسور ځنګلونه په دوبي کې د دغې سيمې په زړه پورې منظرې دي. دغه راز، ځايي حکومتي اداره په ژمي کې د يخي او واورينو مجسمو او ډېوو ننداره سيلانيانو ته وړاندې کوي. د بېجينګ اوسيدونکي د هرې اوونۍ په پای کې دلته راځي او له کورنيو او دوستانو سره يو ځای سات تېروي.

د ( ګو يا جو) په نوم د لرغونو خلکو د ډبريزو سمڅو کنډواله

(ګو يا جو) کنډواله د بېجينګ په شمال کې د يان چينګ سيمې د ۶۶۶ مترو په جګوالي غرنۍ سیمه کې ده. د څېړنې له مخې، د دغو سمڅو د ابادولو پروژې د تانګ له مسلسلې زمانې څخه د جين تر مسلسلې زمانې پورې دوام درلوده، چې تاريخ يې له زرو کالونو څخه اوږد دی، او دا به په لرغونې زمانه کې په عمده توګه د هستوګنې، زيرمتون او مذهبي چارو لپاره کارول کېدې.

 دغه کنډواله په ۱۹۸۴م کال کې پيدا شوې او ورپسې ځايي حکومتي ادارې د دغې کنډوالې د ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي.

دغه کنډواله اوس د يو ميوزيم په توګه د نندارچيانو پر مخ پرانيستل شوې. په دې کنډواله کې ۱۴۷ ډبريزې سمڅې شته دي.

دغه سيمه وړې او لویې سمڅې لري، ځېني يې يوه خونه، ځېني يې دوه او يا درې خونې لري، بر سېره پردې، ځېني يې دوه پوړونه لري، چې اوسنيو کورونو ته ورته دي. د څېړنې له مخې، په لرغونې زمانه کې داسې سمڅې د اسانو د روزنې، د غونډو او ناستو د تر سره کولو او د غلو دانو د زيرمه کولو لپاره کارول کېدې. دغه راز، په ځېنو سمڅو کې ډبريز داشونه او بسترې هم ليدل کېږي، چې له دې څخه په لرغونې زمانه کې د کسانو د ژوند حالت څرګندېږي.

د يې يا هو په نوم د لندې ځمکې ساتوونکې سيمه

د بېجينګ په يان چينګ سيمه کې د ګوان تينګ په نوم ډېر لوی جهيل شته او دلته يو بند او د يې يا هو په نوم د لندې ځمکې ساتونکې سيمه او هم يو پارک شته دي.

د دې پارک يوه ځانګړتيا دا ده، چې دلته وحشي يا غرني مرغان هم پيدا کيږي. دغه لنده ځمکه له ختيځې اسيا څخه تر استراليا پورې د وحشي مرغانو د کډوالۍ پر لار يو مهم تمځای دی.

د شمېرنې له مخې، د دې ساتوونکې سيمې عمومي مساحت ۶۸۷۳ هېکټاره دی او کابو ۲۸۰ قسمه وحشي مرغان پکې پيدا کېږي.

ځايي حکومتي ادارې د تېرې پيړۍ له نهمې لسيزې څخه، د طبيعت او لندې ځمکې د ساتلو لپاره د ونو، بوټو او چمنونو په کښېنولو پيل کړی او د دغې سیمې طبيعت ډېر ښکلی شوی دی، ځکه لا زيات وحشي مرغان د کډوالۍ په ترڅ کې دغه ځای ته راځي او ځينو يې دلته ځالې هم جوړې کړې دي.