د چاپيريال په اړه د م م ۵مه غونډه د کنيا په پلازمينه نايروبي کې پرانيستل شوه
cri2021-02-23 10:39:25
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چاپيريال په اړه د م م ۵مه ويډيويي غونډه د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د کنيا په پلازمينه نايروبي کې پرانيستل شوه، د بېلا بېلو هېوادونو سياستوالو، سوداګرانو او سازمانونو استازو د ويډيو له لارې د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې د چاپيريال د نړيوالې تګلارو په باب د نظريو تبادلې وکړې. د چاپيريال ساتنې پياوړتيا او د دواملرونکي پرمختګ هدف ته رسېدل د دې غونډې مطلب دی.

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس په دې ويډيويي غونډه کې وينا وکړه، چې اقليمي بدلون، د بيلوژيکي تنوع خرابېدل او د چاپيريال ککړتيا د انسانانو پر وړاندې ستونزې دي. (شکريه)