په امريکا کې د کرونا وبا له امله د مړو شوو شمېر له ۵۰۰ زرو نه واوښت
CRI2021-02-23 16:56:54
شريکول:

د امريکا د اېن بي سي راډيو په دې وروستيو کې خبر ورکړ چې د فبرورۍ تر ۲۱مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړو شوو شمېر له ۵۰۰ زرو نه اوښتی دی او پر دغه ويروس د اخته شوو امريکايانو شمېر تر ۲۸ مليونو هم زيات شوی دی.

د امريکا نفوس يوازې د نړۍ د عمومي نفوس ۴ سلنه برخه نيسي، خو د کرونا وبا له امله د مړو شوو امريکايانو شمېر د ګردې کرې د کرونا وبا د مړينې په عمومي پېښو کې ۲۰ سلنه برخه نيولې ده. د امريکا د ناروغيو د کنترول او وقايې مرکز څو ورځې مخکې د امريکايانو د منځني عمر د اټکل په اړه يو راپور خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي چې د تېر کال په لومړۍ نيمايي کې د امريکايانو منځنی عمر يو کال کم شوی چې د ۲۰۱۹ کال له ۷۸ اعشاريه ۸ کلونو څخه ۷۷ اعشاريه ۸ کلونو ته ټيټ شوی دی. په دې راپور کې همدارنګه دې ته اشاره شوې چې د کرونا وبا له امله د ګڼ شمېر وګړو مړينې د ياد وضعيت د رامنځته کېدو اصلي سبب دی.