د مالوماتو له مخې، د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير رافيل مارينانو ګروسي د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه د ايران په تهران کې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ د سازمان له مشر علي اکبر صالحي سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو په همدې ورځ يوه ګډه اعلاميه خپره کړې چې په ايران کې د نظارت او څارنې په اړه دوه اړخيزې تخنيکي تقاهم تر لاسه کړ.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د روانې مياشتې په ۲۲ مه نېټه په خبري ناسته کې وويل چين د دې هرکلی او ستاينه کوي. موږ هيله لرو چې دواړه خواوې به يو لوري حرکت وکړي او ګډې نظريې به پلې کړي. بېلا بېلې خواوې بايد د ايران د ذروي مسئلې په اړه رغنده رول لوبوي.
(مينه)