شي جين پينګ : چيني عالمان بايد د بهرنۍ فضا د سوله ييز استعمال لپاره لا زيات خدمتونه برابر کړي
cri2021-02-23 10:38:30
شريکول:

د چين د د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د چانګ عه پنځم نمبر دستګاه له خوا د سپوږمۍ اکتشافي دندې له عالمانو سره ليدنه وکړه او د سپوږمۍ د خاورو نمونې او اړوند نندارتون يې وکتل. هغه د دې دندې برياليتوبونه وستايل او پر دې يې ټينګار وکړ، چې چيني عالمان بايد د هېواد د غوره ميکانيزم په کارولو سره ګام په ګام بهرنۍ فضايي اکتشافي چارې تر سره کړي، څو د دولت پرمختګ او د فضا د سوله ييز استعمال لپاره لا زيات خدمتونه برابر کړي. (شکريه)