د چين د کمونېست ګوند د کيسې په عنوان ځانګړې معلوماتي ناسته
CRI2021-02-23 17:38:10
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې او د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې په کوربتوب د چين د کمونېست ګوند د کيسې په عنوان ځانګړې ويډيويي ناسته د فبرورۍ د ۲۲مې نېټې له غرمې وروسته په اروموچي کې تر سره شوه. په دغه ناسته کې د څه باندې ۸۰ هېوادونو د کابو ۲۰۰ ګوندونو، نړيوالو سازمانونو، ټولنيزو سازمانونو، خبري رسنيو او د کارپوهانو ټولنو ۳۰۰ بهرنيو استازو د ويډيويي کنفرانس له لارې په دې ناسته کې ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د کرونا وبا د کنټرول او وقايې، اقتصادي پرمختګ، د خلکو د ژوند د ښه والي، د قومونو د يووالي، مذهبي چارو او له ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې په اوو برخو کې معلومات او اړوند واقيعي کيسې وړاندې شوې.

د غونډې ګډون کوونکو بهرنيو سياستوالو او چارواکو وويل، چې د دې ناستې له لارې يې د شينجيانګ د بېلا بېلو برخو د لاسته راوړنو معلومات تر لاسه کړي دي. دوی په دې اند دي چې د چين په شينجيانګ کې د تش په نوم نژادي تفصيه او جبري کارونه ټول درواغ او جعلي پروپاګند او موخه يې نړيوالې ټولنې ته سوتفاهم ورکول دي. د غونډې ګډونوالو د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت وښود.