په ژنيو کې د چين د دايمي پلاوي وياند د دغه هېواد په باب د بريتانوي چارواکي ناسمې خبرې رد کړې
cri2021-02-23 11:32:46
شريکول:

په ژنيو کې د م م په مقر کې د چين د دايمي پلاوي وياند ليو يوو ين د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د م م د بشري حقوقو شورا په عالي رتبه غونډه کې د بريتانوي چارواکي لخوا خپرې شوې د شينجيانګ، تبت او هانکانګ په باب ناسمې خبرې رد کړې.

ليو يوو ين دې ته اشاره وکړه چې بشري حقوق د نورو هېوادونو د پرمختګ د مخنيوي وسيله نه ده، د بشري حقوقو شورا د دروغ ويلو ځای نه دی. خو د تاسف وړ خبره دا ده چې د بريتانيې، جرمني، ډنمارک او فنلند په ګډون هېوادونو په دې شورا کې پر چين بې اساسه تور لګولی او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې يې لاسوهنې وکړې. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي. (شکريه)