وانګ يي د م م د بشري حقونو شورا د ۴۶مې غونډې په لوړ پوړې ناسته کې ګډون وکړ
CRI2021-02-23 14:44:19
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د م م د بشري حقونو شورا د ۴۶مې غونډې په يوه لوړ پوړې ويډيويي ناسته کې ګډون او يوه وينا يې وکړه.

وانګ يي څرګنده کړه چې د نړيوالو حالاتو د بې ساري بدلېدو او کرونا وبا د چټک خپرېدو په حال کې مو څنګه د بشري حقونو ساتلو چارو ته پرمختګ ورکړو؟ چين په دې اړه دا نظر لري: لومړی، بشري حقونه دې د خلکو په محور وساتل شي. دوهم، د بشري حقونو عموميت دې د مختلفو هېوادونو له واقعي حالت سره يو ځای په ګډه تر غور لاندې ونيول شي. درېيم، مختلف ډوله بشري حقونه دې په سيستماتيکه توګه وساتل شي. څلورم، موږ بايد د بشري حقونو په اړه نړيوال ډيالوګ او همکارۍ پياوړې کړو.   

( سپوږمۍ)