د پاکستان په شمال لوېديځ کې يو وسلوال ترهګريز بريد کې ۴ تنه وژل شوي
cri2021-02-23 11:08:02
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوليسو د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه وويل چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ شمالي وزريستان کې د وسلوال ترهګريز بريد يوه پېښه وشوې چې له امله يې ۴ تنه وژل شوي دي.

د شمالي وزريستان پوليس د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ترهګرو په ميرعلي کې وسلوال بريد کړی دی چې پکې ۴ ښځو وژل شوې او يوه بله ټپي شوې ده. ځايي پوليسو د دې ترهګرو موندلو پلټنه روانه ګړې ده.

(مينه)