شي جين پينګ د بروني د خپلواکۍ د ۳۷مې کاليزې په مناسبت د دې هېواد پاچا په نوم د مبارکۍ پيغام ولېږه
CRI2021-02-23 16:32:19
شريکول:

د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بروني د خپلواکۍ د ۳۷مې کاليزې په مناسبت د دې هېواد پاچا حاجي حسن البلقيه ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په دې پيغام کې وويل، چې چين او بروني ښه دوستان او ګاونډي هېوادونه دي. دواړو هېوادونو د کرونا وبا ضد مبارزه کې همکارۍ وکړې او په دې بهير کې د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګ بنسټ ښکاره شوی. زه غواړم له سلطان حسنلسره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کاليزې او د چين ـ د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د ډيالوګ د جوړېدو د ۳۰مې کاليزې پر مهال، د چين د ۲۰۳۵ کال پلان د بروني د ۲۰۳۵ کال پلان ته پيوستون ورکړو، څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نوی پرمختګ ومومي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسول شي.