تبصره: د شينجيانګ په اړه د لوېديځو رسنيو جعلي رپوټونه رسوا شوي
cri2021-02-25 14:58:02
شريکول:

د فرانسې مشهور ليکوال مکسيم ويواس (Maxime Vivas)  پدې وروستيو ورځو کې (د اويغوريانو په اړه د جعلي خبرونو پای )) په نوم يو نوی کتاب خپور کړی دی. نوموړي  په دغه کتاب کې شينجيانګ ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړي او  د يادې سيمې په اړه د ځينو غربي رسنيو جعلي رپوټونه يې رسوا کړي دي.

ويواس په دغه کتاب کې ليکلي، چې ما په شينجيانګ کې له ډېرو اويغوريانو سره کتلي او ډېرو  جوماتونو ته ورغلی يم،  يوه ښوونځي  ته ورغلم او هلته يوې ښوونکې خپلو زده کوونکو ته  چيني او اويغوري ژبې  ورزده کولې. په رستورانټونو کې اشپزانو حلال خواړه پخول. داسې څه مې وليدل، چې ښايي اروپايان يې تصور هم ونشي کړلی، ځکه په اروپا کې هغه رپوټونه لاس په لاس  کيږي، چې له مخې يې  په شينجيانګ کې د اويغور مسلمانان د نژادي تصفيې له ګواښ سره مخ دي.  مګر که تاسې شينجيانګ ته لاړ شئ، هلته به وګورئ، چې ياد رپوټونه له حقيقت څخه لرې دي.

بريتانوی جري ګرې (Jerry Grey)تقاعد پوليس دی،  نوموړي شيجيانګ ته ۵ ځلې سفر کړی او د دې سيمې په اړه د ليکوال ويواس په شان احساس او خاطرې لري، هغه وايي، زه پر هغه څه چې په خپلو سترګو مې له نږدې ليدلي، د غربي رسنيو تر رپوټونو ډېر باور لرم .

د  نړۍ  هوښيار خلک د ويواس او جري ګرې له نظر سره  موافقت ښيي.

د عراق د ګردستان د کمونېست ګوند عمومي منشي کاوا يوه وېډيويي کنفرانس ته په وينا کې د شيجيانګ په اړه ويلي، چې بېلابېل هېوادونه د ترهګرۍ او تندلارۍ ضد مبارزې لپاره مختلف اقدامات ترسره کوي او اغېزې يې هم فرق لري. زما په اند د چين دولت له لوري په شينجيانګ کې غوره شوي اقدامات تر ټولو بريالي دي.

په ياد کنفرانس کې له کاوا سره بيره د کابو ۸۰ هېوادونو د څه باندې ۱۹۰ سياسي ګوندونو او سازمانونو تقريبا ۳۰۰ استازو هم ګډون کړی و. د دغه کنفرانس زياترو استازو شيجيانګ ته سفرونه کړي  او په ياد کنفرانس کې يې د خپلو سفرونو په اړه معلومات ورکړل .

د دې ترڅنګ د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي په جنيوا کې د م.م د بشري حقونو شورا ۴۶ مې غونډې لوړ پوړې ناستې ته په وينا کې ويلي، چې په شينجيانګ کې نژادي تصفيه بيخي نه شته  او  دولت د ملي لږکيو وګړي  جبري کار ته نه دي اړ کړي. چين د ځينو هېوادونو له هغو کړو وړو سره ټينګ مخالفت کوي، چې د بشري حقونو د ساتلو په پلمه د نورو په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

ځينو غربي رسنيو لکه  بي بي سي، نيويارک ټايمز، سي اېن اېن  د شينجيانګ په اړه ډېر جعلي رپوټونه خپاره کړي، د بېلګې په توګه بي بي سي د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۱۷ مه نېټه  په خپله تلويزيوني خپرونه کې د زمرت داوت په نوم له يوې اويغوري مېرمن سره مرکه خپره کړه . دغې مېرمنې په مرکه کې ويلې، چې  په شينجيانګ کې د مهارتونو او مسلکونو په روزنيز مرکز کې له جنسي تېري سره مخ شوې، خو دغه مېرمن په حقيقت کې په ياد روزنيز مرکز کې هيڅ نه ده شامله شوې او د هغې خبرې د هغې  خپلوانو هم رد کړې دي.

بي بي سي د جعلي خبرونو لپاره نه يوازې لوبغاړي ګماري، بلکې په خپلو رپوټونو کې د فلم اخيستلو تخنيکونه هم کاروي، د بېلګې په توګه دوی په شينجيانګ کې د ځينو فابريکو د کارخانو او ديوالونو وېډيوګانې اخيستي او داسې معلومېږي، چې ګواکې په پټه اخېستل شوې دي. په دغې ويډيو کې يې ويلي، چې د چين حکومت په شينجيانګ کې  لږکي قومونه جبري کار  ته اړ کړي دي.

د يادونې وړ دا ده، چې بي بي سي د تېر کال له اګست څخه راپدې خوا د شينجيانګ په اړه کابو ۴۰ مقالې خپرې کړي، خو ۳۰ مقالو سره يې  د ليکوال نوم  نه دی ياد کړی. برسېره پردې، زياتره غربي رسنۍ د جرمني اندريان زين (Adrian Zen)  په قول خبرونه او رپوټونه خپروي.  ياد کس ځان ته کارپوه وايي او  د ډېرو منفي راپورونو په خپرولو سره د چين پر حکومت يې بې اساسه تورونه لګولي، چې اويغور مسلمان يې له منځه وړنې سره مخ کړي دي . د امريکا ګرې اريا ( GrayArea) ويبپاڼې خبر ورکړی ،چې د اندريان زين راپورونه حيقيقت نه لري، ځکه له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په شینجيانګ کې د اویغور مسلمانانو نفوس دوه ميلیونه او ۵۵۰ زره زيات شوی، چې زياتوالی يې ۲۵٪ ته رسیږي او دغه کچه د دې سيمې د عمومي نفوس د زياتوالي تر کچې هم لوړه ده.

په تېرو څو کلونو کې شينجيانګ ته د  څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ۱۲۰۰ ډيپلوماتانو، خبريالانو او مذهبي شخصيتونو سفرونه کړي دي، چين اروپايي ټولنې ته هم له يادې سیمې څخه د لېدنې بلنه  ورکړې او تراوسه د اروپايي ټولنې ځواب ته په تمه دی. چين هيله لري، چې زيات بهرنيان شينجيانګ ته ولاړ شي او د دې سيمې رښتيني حالت له نږدې وګوري.