له ۲۰۱۵ کال راهيسې د چين د دولت رئيس شي جين بينګ او د کمونېست ګوند د غوښتنې له مخې، د دې هېواد بېلابېلو ادارو او ملي تصديو لخوا غوره شوي ګوندي غړي د لومړي منشي په توګه څه باندې ۱۰۰ زرو بېوزليو کليو ته ورلېږل شوي. دوی په نوي عصر کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې لومړيو کرښو ته تللي او تاريخي دنده يې پر غاړه واخيستې.