په چين کې د بېوزلۍ ضد مبارزې د برياليتوب د لامل په اړه د ناظر روبرټ کوهن نظر
CRI2021-02-26 10:42:32
شريکول:

چين ولې د مطلقي بېوزلۍ مسئله حلولی شي او دا کار يې څرنګه تر سره کړی؟  د چين چارو په اړه امريکايي کارپوه روبرټ کوهن دې ته شاره کړې چې د نظام په برخه کې د چين وړتيا، د مشر ټينګ هوډ او په دقيقه او اغېزمنه توګه د تګلارو پلي کول په دغه هېواد کې د بېوزلۍ ضد مبارزې د برياليتوب(( کلي )) ده.

نوموړي په دغه پروګرام کې وويل، شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د غړو په کارونو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارو ته لومړيتوب ورکړی او دا يې ټاکلې چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې لاسته راوړنې د چارواکو د سياسي کارونو د ارزونې معيار دی.

نوموړي وويل، په دې برخه کې ۳ کارونه زما لپاره ډېر د حيرانتيا وړ دی. لوموړی کار دا دی چې د لسګونو مليونو بېوزلو کورنيو معلوماتي دوسيې ثبتې شوي چې پکې د هرې کورنۍ د ټولو غړو معلومات شامل دي، دغه معلومات هره مياشت بشپړيږي او په نوبتي وخت بېجينګ ته ليږل کيږي. دوهم کار دا دی چې د ولايت، ښار، ولسوالۍ علاقه دارۍ او کلي په بېلا بېلو کچو مسئولين په مستقيم ډول د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه د همغږۍ او عملي کولو په چارو کې برخه لري. درېيم کار دا دی چې د چين کمونېست ګوند ځوان غړي دې په غريبو کليو کې دوه کاله ميشت دي، څو له ځايي بېوزلو خلکو سره نژدې تماس ونيسي.