د بېوزلۍ د له منځه وړلو په چارو کې د شي جين پينګ کيسې په نوم د مستندو ويډيوګانو لړۍ لومړۍ برخه: (( اباد پټی ))
CRI2021-02-26 17:21:46
شريکول:

د چين د شان شي ولايت په (( ليانګ جيه هه )) کلي کې اباد پټی شتون لري چې ځايي خلکو له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې  ترې ګټې اخيستې دي.

په ۱۹۶۹م کال ۱۵ کلن شي جين پينګ له بېجينګ څخه د ځوان محصل په توګه په نوموړي کلي کې ميشت او په کار کې ګډون کړی و. هغه هلته څو کلونه تير کړي او د ده په مشرۍ ځايي خلکو د څا کيندلو، د اوبو بند او د متان ګازو ذخيرې د جوړولو کارونه تر سره کړي. د عامو خلکو د ژوند ښه والي لپاره خدمت کول د چين کمونېست ګوند د غړي په توګه د نوموړي اصلي اراده بيانوي.

د چين مډيا ګروپ د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو سلمې کليزې په مناسبت د بېوزلۍ د له منځه وړلو په چارو کې د شي جين پينګ کيسې په نوم د مستندو ويډيوګانو لړۍ خپره کړې چې پکې يې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په لاره کې د شي جين پينګ کسيه وړاندې شوې.