چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې نورو هېوادونو ته څه تجربې لري؟
cri2021-02-27 11:35:57
شريکول:

د فبروري په ۲۵مه نېټه چین اعلان کړی چې د خپل هېواد په ستره برخه کې يې مطلق غربت او بې وزلي له منځه وړې ده او له ټاکلي مهالويش څخه لس کاله مخکې يې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په هکله د ۲۰۳۰ کال لپاره د م م د دواملرونکي پرمختګ په انجډا کې ټاکل شوې موخه تر سره کړې ده. په تېره بيا په وروستيو اتو کلونو کې شاوخوا سل مليونه بې وزلي چينايان د بې وزلۍ له حالت څخه وتلي چې دغه شمېر د منځنۍ کچې د يو هېواد له نفوس سره برابر دی.

د چين نفوس د نړۍ د نفوس يوه په پنځمه برخه نيسي. ياده لاسته راوړنه نه يوازې له چين سره بلکې له نړۍ سره تړاو لري.

د نړيوال بانک د مطلق غربت د هغه معيار له مخې چې د هر تن ورځنی لګښت يو اعشاريه نهه امريکايي ډالره دی، په نړۍ کې څه باندې اووه سوه مليونه تنه د مطلق غربت په حال کې دي.د ياد بانک د اټکل له مخې د ۲۰۲۱ کال تر پاپه پورې د کوويد ۱۹ وبا له امله ښايي ۱۵۰ مليونه وګړي له ډېرې بې وزلۍ سره مخ شي.

د دې حالت پر وړاندې يو داسې هېواد چې نفوس يې يو ميليارډ او څلور سوه مليونه دی، ډېرې ستونزې لېرې کړې او په ټاکلي وخت يې مطلق غربت له منځه وړې دی چې دا د بې وزلۍ د لېرې کولو په برخه کې د نړۍ لپاره ستر خدمت دی.  د نړيوال بانک د يوې شمېرنې له مخې د نړۍ په چوکات کې هر سل تنه له بې وزلۍ څخه وتلي چې په دې  جمله کې څه باندې اويا تنه په چین کې دي.

په نړۍ کې تر ټولو د لوی پرمختيايي هېواد په توګه چين په برياليتوب سره مطلق غربت له منځه وړی چې په دې برخه کې د نورو هېوادونو باور لاټينګ او زيات شوی دی. خو دا لامهمه ده چې نورو هېوادونو له چين څخه د زده کړې وړ تجربې تر لاسه کړې. په دقيقه توګه له بې وزلو سيمو او وګړو سره د مرستې کولو په شمول د بې وزلۍ د له منځه وړلو لارې چارې له نورو هېوادونو سره د چين د مرستو عمده لارې چارې ګرځېدلې دي.

په عين وخت کې چين له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستې لپاره رښتيني اغيزمن تدبيرونه نيولي تر څو د ۲۰۳۰ کال لپاره د م م  د دواملرونکي پرمختګ اجنډا پلې شي. له څه باندې شپېتو کلونو راهيسې چين ۱۶۶ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته څه باندې شپږ لکه مرستندويه کارکوونکي ليږلي او له هغوی سره يې شاوخوا د ۴۰۰ ميليارډ يوانو په ارزښت مرستې کړې دي. د دې ترڅنګ په وار سره يې ۷ ځلې بې له شرطه د ډېرو بې وزلو او وروسته پاتې هېوادونو پورونه بښلي دي.

په نړۍ کې هېڅ يو هېواد نه شته چې په دومره لنډ وخت کې يې دومره ډېر کسان وګړي د بې وزلۍ له حالت وتلي وي. خو چین دغه کار تر سره کړ. د چين تجربې د نورو هېوادونو لپاره هم مهمې او د زده کړې وړ دي.