د پسرلي په درشل کې بايد ښې تياريانې ونيول شي
cri2021-03-01 19:08:14
شريکول:

د پسرلي په رارسېدو سره هوا مخ په ګرمېدو ده او واښه هم ورځ په ورځ شنه کېږي. چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي، د يو کال لپاره پلان بايد په پسرلي کې ترتيب شي، معنا يې دا ده چې په پسرلي کې دې د ټول کال لپاره ښه پلانونه او ترتيبات وټاکل شي. د چين د دوديز پسرلني اختر پای ته رسېدلی، په چين کې ور پسې د پاملرنې وړ لوی کار دوه سياسي غونډې دي.

د چين دوه سیاسي غونډې د چين د ملي ولسي کانګرس او د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډې دي. د چين ملي ولسي کانګرس د دې هېواد تر ټولو مهم واکمن ارګان دی، سياسي مشورتي کنفرانس د مشورو او نظارت دنده پر غاړه لري. دغه دواړه ارګانونه هر کال په مارچ کې په بېجينګ کې کلنۍ غونډه جوړوي، څرنګه چې دغه دوې غونډې هممهاله ترسره کېږي، نو دوه غونډې يادېږي.

هر کال په دغو دواړو غونډو کې، د ملي ولسي کانګرس استازي او د سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې غړي د هېواد د پرمختګ، د خلکو د ژوند او د ټولنيزو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کوي، له يو بل سره  پوره مشورې او ښې همکارۍ کوي، له دې څخه د چين د سوسيالستي ډيموکراسي څرګندېږي. په تېر ۲۰۲۰ کال کې د کوويډ-۱۹ وبا له امله، د چين د دغو دوو غونډو د جوړېدو وخت له مارچ څخه مې مياشتۍ ته وځنډول شو. هغه وخت ياده وبا په ګرده نړۍ کې د خپرېدو په حال کې وه، د چين حکومت په لنډ وخت کې په خپل هېواد کې دغه وبا ښه کنټرول کړې او د يادو غونډو جوړېدو ته يې زمينه برابره کړې، له دې څخه د چين حکومت خپل رول په اغېزمنه توګه ترسره کړی دی. تېر کال که څه هم يادې غونډې په ځانګړې موده کې ترسره شوې، خو بيا هم  برياليتوبونه تر لاسه شوي، مثلا پکې د مدني قوانينو ټولګه تصويب شوه چې د1.4  ميليارډو چينايانو د بنسټيزو حقونو په اړه ده. برسيره پر دې، په يادو غونډو کې ګډونوالو په هېواد کې د مطلقی بېوزلۍ د له منځه وړلو وروستۍ مرحلې د پوره کولو او د کوويډ-۱۹ د وقايې او کنټرول په عين وخت کې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ د ساتلو په شمول د يو لړ مسئلو په اړه بحثونه کړي دي. بيا وروسته مو دا وليدل چې د تېر کال په پای کې چين کې د مطلقی بېوزلۍ د له منځه وړلو دنده پوره شوې او د سوسيالستي شتمنې ټولنې د هراړخيزې ابادۍ په کارونو کې يې تاريخي برياليتوب تر لاسه کړي دي. برسيره پر دې، چين په تېر کال کې د نړۍ يوازينی عمده اقتصاد دی چې مثبت اقتصادي پرمختګ يې ګټلی دی. دا ښيي چې يادې دوه غونډې د هېواد پرمختګ لپاره د پلان ټاکلو او لارښوونې په برخو کې ستر رول لوبوي.

 په ۲۰۲۱ کال کې به په دوو غونډو کې د نويو مسئلو په اړه بحثونه تر سره شي. څرنګه چې سږ کال د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د انکشافي موخې د پروګرام له لومړي کال سره برابر دی. حکومت د بېوزلۍ د له منځه وړلو پر ځای د کليوالو سيمو د پرمختګ موخه وړاندې کړې ده، له دې څخه ښکاري چې چين د پرمختګ نوې مرحلې ته رسېدلی دی. خو په عين وخت کې پر چين د ځينو لوېديځو هېوادونو تور لګونې دوام لري. د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير مايک پمپيو د خپلې دندې په وروستۍ ورځ په شينچيانګ کې د چين چلن نسل وژنه بللې، نوي وزير انټونيو بليکن تر لوړې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پمپيو له دريځ څخه ملاتړ څرګند کړ. څو ورځې مخکې د کاناډا د استازيو جرګې او د هالنډ پارلمان د رايګيرۍ له لارې په شينجيانګ کې نسل وژنه تائيده کړې، د کاناډا د استازيو جرګې ځينو غړو حتی لمسونکې ويناوې وکړې چې د ۲۰۲۲ د اولمپيک ژمنيو لوبو کوربه توب له چين څخه واخيستل شي. که څه هم د چين پر وړاندې دومره پيچلي وضعيت شتون لري، خو چين بايد په لا ټينګ هوډ سره خپل کارونه ښه ترسره کړي. اوس د سږنيو دوو غونډو تياريانې په بنسټيزه توګه ترسره شوې او دوه سياسي غونډې به ژر پرانيستل شي.

په سږني پسرلي کې زموږ ګاونډي هېواد افغانستان هم له ډېرو ننګونو سره مخ دی. د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د هوکړې تر لاسليکېدو يو کال تېر شوی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو هم تر ۵ مياشتو پورې دوام درلود، خو په دغه هېواد کې وضعیت لا ښه شوی نه دی او په دغو مذاکراتو کې د پام وړ برياليتوب نه دی تر لاسه شوی. د امريکا په مشرۍ ناټو سازمان تر راتلونکې مې مياشتې پورې له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د وتلو په اړه پرېکړه نه ده کړې او دا کار د طالبانو د نارضايتۍ سبب ګرځېدلی دی. په دې توګه به ښايي د دغه هېواد وضعيت لا سخت شي. د خوشحالۍ وړ خبر دا دی چې د بين الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو تر يوه مياشتني ځنډ وروسته،پيل شوی او اړوه خواوې خبرو ته کېناستل .

نو دا يو واقعیت دی چې چين او افغانستان په دغه پسرلي کې له ننګونو سره مخامخ دي، دواړه هېوادونه اړتيا لري چې د خپلو کارونو د ښه ترسره کولو لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي، تر څو د ټول کال په خاطر يو ښه پيل جوړ کړي.