د چين د کمونېست ګوند ټينګ هوډ د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين د بريا عمده لامل دی
cri2021-03-01 12:55:07
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بې وزلۍ ضد د بهير غورچاڼ او ستاينغونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په درشل کې د دې ګوند او د بېلا بېلو قومونو د خلکو په هڅو سره چين د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې بريا موندلې ده.  په دې هکله د بريټانيا مشهور ټولنيز کارپوه پروفيسر مارتين البرو وويل چې له بې وزلۍ سره په مبارزه کې د چين د بريا لامل د چين د کمونېست ګوند ټينګ هوډ او د دواملرونکي پرمختګ او سمسورتيا لپاره د قوي خوځنده ځواک ساتل دي.

په لويديځو هېوادونو کې د نړيوال کېدو بهير مفهوم د يو وړاندې کوونکي په توګه د بريټانيا د ټولنيزې اکاډمۍ غړي مارتين البرو له خبريال سره په مرکه کې وويل چې له بې وزلۍ سره په مبارزه کې د چين له بريا څخه د چين د کمونېست ګوند ټينګ هوډ ښکاريږي. هغه وويل، زما په اند د چين د کمونېست ګون تر مشرۍ لاندې له بې وزلۍ سره په مبارزه کې د چينايانو له خوا د لاسته راوړنوعمده لامل د دې ګوند ټينګ هوډ دی. دغه ګوند تل خپله موخه ياده کړې او تر خپلې مشرۍ لاندې يې د خلکو د يووالي په ساتلو سره د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره خپل ګامونه پورته کړي دي تر څو چين د پرمختګ او سمسورتيا لپاره قوي خوځنده ځواک وساتي.

۸۴ کلن البرو د شلمې پېړۍ په اتمه لسيزه کې په لومړي ځل چين ته سفر کړی و او وروسته يې څو ځلې له چين څخه ليدنې کړي دي.هغه  د چيني ټولنې د ستر بدلون او د چيني ملت د زيارونو يوعيني شاهد دی. هغه وويل، د چين د کمونېست ګوند د سل کلن پرمختګ بهير ته په کتو سره دغه ګوند چين رهبری کړی چې د وروسته پاتې کېدو له حالت څخه پر اوسنۍ سمسوره حالت باندې بدل شوی دی. دغه راز د چين کمونېست ګوند په اصلي توګه د چیني ملت بڼه بدله کړې او د خلکو د هڅو له لارې لومړۍ سل کلنه موخه يې تر سره کړې ده.

د اصلاحاتو ورخلاصون تګلاره د چين د پياوړتيا او د خلکو د شتمنېدو مهم تدابير دی. البرو وويل چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې چين د دغې تګلارې په غوره کولو سره د نړيوال کېدو په صحنه کې برخه اخيستې چې دا په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د اقتصادي پرمختګ اغيزمنې لارې چارې دي. هغه وويل، د چين د يادې تګلارې له مخې چين نه يوازې بهرنيو شرکتونو ته اجازه ور کوي چې په چين کې پانګونه وکړي او نړيواله سوداګرۍ هڅوي بلکې د خپلو تصديو پانګونې، د پوهنې ملکيت حق او د خپلې اختراع او ساخت حق ساتلو ته هم پاملرنه کوي. دا پرته له شرط نه نړيوال کېدنه نه ده بلکې د نړيوال کېدو يو داسی بهير دی چې پکې د خپل هېواد ګټې ساتل کيږي او د خپل هېواد اقتصادي پرمختګ موندل کيدل دي.

هغه زياته کړه چې د څو اړخيزې همکاريزې رويي پلې کول د چين د بريا بل عمده لامل دی. هغه وويل،چين په بلې خوا د نړيوالو اړيکو د حل وفصل په برخه کې څو اړخيزه همکاريزه رويه غوره کړې او په فعاله توګه يې د م م او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په شمول له څو اړخیزو نړيوالو سازمانونو او ارګانونو سره ښې اړيکې ټينګې کړې او ور سره يې نژدې همکارۍ ساتلي دي. زما په اند دا د چين د بريا ډېر مهم لامل دی.

د هغه کتاب د ليکوال په توګه چې نوم يې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې کې د چين رول دی، پروفيسر البرو وويل چې د څو اړخيزم او څو اړخيزې همکارۍ د ساتلو په برخه کې د چين له هڅو او هلو ځلو څخه د چين مسؤليت او دندې ښکاريږي. هغه دې ته اشاره وکړه، چين چې د همکارۍ له لارې پر ګډو برياليتوبونو باندې ټينګار کوي او  د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي پرمخبيايي، په نړيوالو چارو کې به لامهم رول ولوبوي. هغه زياته کړه چې د چين توان د ليدو وړ دی او بايد د نړۍ په چوکاټ کې دغه لارښوونکی ورل ولوبوي.